ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري
ابو عمرو اُویس بن عامر بن جزءِ بن مالک اصلاً د یمن و. د حضرت محمد ص په وخت کې اوسېده، خو هېڅکله یې هغه ص ونه لید. دی د محمد ص په وخت کې مسلمان شو او اوښان یې څرل.
د اُویس قرني مور بوډۍ وه، کله چې ده غوښتل له یمن څخه مدینې منورې ته د محمد ص لیدو ته ورشي، مور یې ورته وویل چې په یوه شرط اجازه درکوم چې تر نیمې ورځې بېرته راستون شې. اویس قرني ومنله او حرکت یې وکړ. کله چې هلته ورسېد حضرت محمد ص پر جګړه بوخت او په کور کې نه و.
اویس قرني د مور خبره وریاده کړه او بېرته بې دیدنه ورستون شو. کله چې محمد ص کور ته راغلی و، پوښتنه یې کړې وه چې کور کې دا نور د چا دی چې وینم یې؟
کورنۍ یې په ځواب کې ویلي و چې اُویس راغلی و، ستاسو لیدو ته، خو بېرته ستون شو. محمد ص ویلي وو: “دا نور یې ډالۍ کړ او لاړ.” د جنت بوی د قرن له خوا راځي، اې قرنه، ته څومره پر ما ګران یې!
دی په ۶۵۷ز کې په صفین جنګ کې شهید شو.
د حضرت محمد ص د وصیت پر بنسټ د هغه خرقه مبارکه حضرت علی رض او عمر رض اُویس قرن ته ورسپارله.
دا خرقه مبارکه لومړی په عراق کې په یوه ودانۍ کې ساتل کېده.
کندهار ته د مبارکې خرقې د لېږد څرنګوالی
تر اویس وروسته دا خرقه په عراق کې ساتل کېده. کله چې تیمورګورګانې عراق ونیوه، هغه یې د خپلې واکمنۍ مرکز سمرقند ته راوړه او په یوه ودانۍ کې ساتله. تر ۱۰۷۴ ل پورې سمرقند کې وه. وروسته بیا د شرقي ترکستان حاکم ابوسعید اوغلان ترکستان ته راوړه او تر ۱۱۰۹ پورې ترکستان کې وه.
د محمد رضا او شېخ محمد نیاز په نامه دوو کسانو غوښتل چې هند یې یوسي، خو د بدخشانوالي پرې پوه او خرقه شریفه یې ترې ونیوه.
کله چې د بدخشان ښار مرکز کې یې ورته ودانۍ ورغوله، د هغه ځای نوم یې فیض آباد ته واړوه. ۴۷ کاله بدخشان او ۹ میاشتې کابل کې وساتل شوه. تر هغه وروسته د احمد شاه بابا په حکم کندهار ته واستول شوه، هلته یې قبه ورته جوړه، خرقه شریفه یې پکې ایښې چې تر ننه هملته خوندي ده او خلکو یې په خورا درناوي او مینه لیدو/ زیارت ته ورځي.