د کلکتې تر پرونۍ ماتې وروسته د شاهرخ خان غبرګون!

رنګین تجريدي ډیزاین

د هندوستان آی پي ایل سیالیو په پنځمه لوبه کې پرون سې شنبه کلکته نایټ رایډرز او ممبي انډینز لوبډلې یو د بل پر وړاندي د سیالي ډګر ته کښته شوې، چې په پایله کې ممبي انډینز لوبډلې په لسو منډو کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په خپلو کړیو دوو واړه لوبو کې یې بریا خپله کړه.

 

د پرونۍ لوبې بشپړ حال

 

په پرونۍ لوبه کې لومړی ممبي انډینز لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۲ منډې وکړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۱۵۳ منډو هدف وټاکی.

د ممبي لپاره یاداو ۵۶ او روهیت شرما بیا ۴۳ منډې جوړې کړې.

د کلکتې لپاره انډري رسل ۵، کومینز ۲، وینود ۱، شکیب الحسن ۱ او کریشنا هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

کله چې د کلکتې لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۷ منډې وکړې او د لسو منډو په توپیر یې ماته وخوړه.

د کلکتې لپاره رانا ۵۷ او شبمن ګېل بیا ۳۳ منډې جوړې کړې.

د ممبي لپاره راهول چاهار ۴، ټرینټ بولټ ۲ او کورنال پانډریا بیا ۱ ویکټه واخیسته.

 

د پرونۍ لوبې جالیبوالی

 

کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې په لومړیو کې خورا ښه توپوهنه وکړه، خو په وروستیو کې یې بیا د هر څه خلاف هیڅ ښه توپوهنه ونه کړه، چې له امله یې لوبه هم وبایلله.

ددې لوبډلې لوبغاړو په وروستیو څلورو اورونو کې یوازې ۲۰ منډې وکړې او ویې نسو کړای، چې هدف ته ځان ورسوي.

د یادي لوبې په وروستیو کې د کرکټ ټولو مینوالو ته ښکارېده، چې په ډېري اسانۍ سره به د کلکتې لوبغاړي د ممبي له لوري ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي، خو د ممبي لوبډلې نامتو توپ اچونکو راهول چاهار، جسپریت بومرا او ټرینټ بولټ خورا په زړه پوري توپ اچونه وکړه او پرېنښوده، چې سیاله لوبډله یې هدف پوره کړي.

 

د کلکتې تر ماتې وروسته د شاهرح خان غبرګون

 

د یادې لوبې تر پای ته رسېدو وروسته د کلکتې لوبډلې مالک او د هندوستان مشهوره فلمي اداکار پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د کلکتې پر ماتې خواشیني ښوودلې او د خپلې لوبډلې د ټولو مینوالو څخه یې بخښنه غوښتې ده.

شاهرح خان یاد ټویټ کې لیکلي، چې دا یو ناهیلی کوونکی فعالیت و.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.