ليکنه او راټولونه: صديقه پوپلزۍ
باچا خان چې په فخري افغان او بادشاه خان هم یاد شوی د پېښور په هشنغر سیمه د اتمازو په کلي کې، خان بهرام خان محمدزي په کور کې په کال ۱۸۹۰ کې زېږېدلی دی. د عدم تشدد په موخه يې د خدایي خدمتګار یوه ټولنه جوړه کړه او د انګرېز په مقابل د وخت د نوموتي هندي سیاستوال مهاتما ګاندي سره یو ځای یې د انګرېز اشغال پر وړاندې مبارزه پیل کړه.
فخر افغان په پښتنې ټولنه کې نه یوازې چې د پوهې او علم د هڅوولو عملي کار پر مخ اچولی وو، بلکې د هند، پاکستان او بنګله دېش وګړي یې هم راویښ کړي وو، او ورسره یې خپل انساني غږ اوچت کړی وو او لومړی یې د هغوی د حقوقو لپاره چې د انګرېز له غلامۍ څخه خلاص شي مټي راونغاړلې، د همدې کبله ورته د هند د لومړي خپلواک حکومت رامنځته کېدو سره د ولسمشرۍ د څوکۍ غوښتنلیک ورلېږل شوی وو، د نوموړي د لوړې حوصلې او ایماندارۍ څرک د هغه له ځواب څخه په دې ډول ښکاري چې لیکلي یې وو:
“د خدای خدمت د ملت خدمت دی او همدې ته ژمن یم څو د هند او پاکستان غوندې اوس خپل ملت ته هم خپلواکې ترلاسه کړم، او که زه د ولسمشرۍ په څوکۍ کېنم نو دغسې په ازاده توګه ولس ته خدمت نشم کولای لکه دا نن.”
په ۱۹۸۴م زېږدیز کې یې د نوبل نړېوالې جایزې ته د سولې د مبارزې په لړ کې نومول شوی وو، خو د وخت د سیاست له کبله یې مخه ډب شوه. فخر افغان یو له هغو ۴۴ هندي او سیمې نوموتو مبارزو شخصیتونو په کتار کې د هند د حکومت لخوا یاد شوی چې په لړ کې یې ورته د بهارت رتنا چې د هند تر ټولو لویه ملي جایزه ده هم ورکړی شوې. د افغانستان د پخواني پاچا غازي امان الله خان لخوا ورته د افغانانو د ویاړ لقب ورکړ شوی او د راوروسته لومړي ولسمشر داود خان لخوا ورته د افغانانو د ملي مبارز او مفکر جایزه ورنومول شوې وه.
باچا خان د ۱۹۸۸ کال د جنوري پر شلمه نېټه په پېښور کې وفات شو او له خپل وصیت سره سم په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.
فخر افغان باچا خان بابا ځینې ویناوې:
ـ د مور غېږ د انسان اوله او ډېره مهمه مدرسه ده.
ـ خدای ج دې پښتون ته د بدۍ وس نه ورکوي او چې وس ومومي، لکه د لړم بچو خپله مور خوري.
ـ پښتون یو ژوندی قوم دی، د قومیت او قربانۍ ماره په کې شته، خو راویښول غواړي.
ـ پستي او بلندي په عمل ده، که د چا عمل پست وي، هغه نر وي که ښځه په کار دی، چې پست وګڼل شي او د چا عمل چې وچت وي، نر وي که ښځه په کار دی، چې په درانه نظر ورته وکتل شي.
ـ غم او فکر هغه چا سره وي، چې د ځان لپاره کار کوي او څوک چې د خدای لپاره کار کوي، هغوی هېڅ فکر او غم نه کوي.
ـ ما مې مېرمنې ته ویلي وو، که زه تر تا مخکې مړ شوم او ته ځوانه وې؛ نو حتما بل مېړه وکړه. شرمېږه مه، خو هغې به راته ویل، دا د بې غیرتۍ خبرې راته مه کوه.
ـ ملایانو نه یوازې دا چې د ښوونځیو مخالفت کاوه، بلکې د ورځپاڼو لوستل یې هم ناسم کار باله. ویل به یې چې په دې کې ټول دروغ خپریږي، خو ما یې پروا نه کوله.
ـ په دې خاوره کې ښځې او سړي یو شان حق لري. ښځه او سړي د موتړ دوه اربې دي، که یوه هم پنچر شي؛ موټر مخکې نه شي تلای.