د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دوحې څخه کابل ته رسیدلی او له ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره یې د افغان سولې د روان بهیر په تړاو بحث او خبرې کړې دي.
ټاکل شوې ده چې خلیلزاد له کابل څخه مسکو ته لاړ شي او هلته د افغان سولې په تړاو جوړیدونکې ناسته کې ګډون وکړي.
زلمی خلیلزاد داسې مهال کابل ته راځي چې تېره ورځ د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، چې روانه جګړه یواځې د افغان ملکیانو ژوند اخلي او د جګړې دواړو لوریو ته په کار ده، چې د ملکيانو مرګ ژوبلې ته پام او اوربند وکړي.
د یاد کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ ویلي، په تېرو شپږ ورځو کې ۱۲۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۱۳ یې وژل شوي او ۱۰۹ نور ټپیان دي.
د فرهنګ په خبره په وژل شوو کسانو کې دوه ښځې او درې ماشومان شامل دي.
نوموړي زیاته کړې، یاد کسان په کابل، هرات، کندهار، غور، ننګرهار، کونړ او پکتیا ولایتونو کې د بېلابېلو پېښو له کبله مړه او ژوبل شوي دي.
د یادونې ده، چې د بشر حقونو کمېسیون تر دې وړاندې هم په افغانستان کې روانه جګړه یواځې افغان وژنه بللې وه او د روان جنګ قربانیان یې ملکي افغانان یاد کړي وو
په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن دوشنبه وروسته له غرمې د ناروې هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې مېرمن اینه اریکسون سوریده سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې.
د ملي مصالحې عالي شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د سولې د هڅو او د افغان سولې په تړاو د امریکا متحده ایالاتو د نوې طرحې په اړه خبرې وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې عبدالله د افغانستان سره د ناروې هېواد له دوامداره مرستې او له افغان سولې په تړاو یې د ناروې له هڅو هرکلی وکړو.
د خبرپاڼې په وینا، د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې د افغان سولې پروسې او ورستیو لاسته راوړنو څخه په ملاتړ وویل، “علاقه یې لرله چې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغان سولې په تړاو په وروستیو هڅو او لاسته راوړنو پوه شي او خوشحاله ده، چې له وروستیو بدلونونو خبره شوه.”
خبرپاڼې همدا راز زیاته کړې چې د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې د خپلو خبرو په دوام ویلي چې هېواد یې چمتو دی تر څو په افغانستان کې د سولې ټنګښت په برخه کې کوربتوب او همکاري وکړي.