د اسلامي تاریخ زړور سپه‌‌سالارخالد بن ولید؛ لنډه موده کې یې د وخت سترې امپراتورۍ ونړولې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ژباړه

خالد بن ولید چې د صدر اسلام په نوم یادېږي، په احد، بدر او احزاب غزاوو کې د مسلمانانو پر ضد جنګېدلی صحابي دی. مسلمانان یې د سیف الله په نوم یادوي. کله چې د اسلام له ستر امت سره یو ځای یانې مسلمان شو، په موته غزا او د مکې معظمې په فتحه کې یې ګډون وکړ. په حنین غزوه کې تېښتې ته اړ شوی و.

بشپړ نوم یې خالد بن ولید بن مغیره بن عمر( عمیر) دی. په مدینه منوره کې یې ژوند تېر کړی. پر ۲۲م ز، په شام کې وفات شوی او په حمص کې خاورو ته سپارل شوی دی.

کله چې مسلمان شو، هغه وخت د هجرت/لېږد اتم کال و. یانې مکه مکرمه لا نه وه فتح شوې.

د خالد بن ولید په اړه په ( معرفة الصحابة) کې راغلي:

قال رسول الله صلی الله علیه وسلم:« لا تؤذوا خالدا فاِنه سیف من سیف الله صبه الله علی الکفار».

ژباړه: خالد مه ځوروئ، هغه د خدای ج له تورو څخه یوه توره ده. چې خدای ج د کفارو پر سر رانازله کړه. [ معرفة الصحابة، ش: ۲۱۶۷]

خالد بن ولید داسې یو شخصیت و چې اسلامي امت یې په یادولو ویاړي او اسلامي تاریخ پرې ښکلی شوی دی. دی دومره زړور او غیرتي و چې له مسلمانانو پرته، نا مسلمانان هم د ده د غیرت په یادونه باندې د خپلو کتابونو پاڼو ته ښکلا وربښي.

خالد بن ولید د قریشو قیبلې یوې درنې کورنۍ ته منسوب دی. پلار یې ولید بن مغیره یو منلی شخصیت و. په سخاوت او مېلمه‌پالنه کې نامتو سړی و. خالد چې د قریشو په لسو قبیلو کې بنی مخزوم پوړې اړه لري، هغه وخت پر سخاوت مشهور شول چې د کعبې څلورمه برخه ټوله دوی ورغوله.

هغه مهال په عربو کې دود داسې و چې نوی زېږېدلی ماشوم به یې د لا سمې روزنې په پار کلیو ته لېږه چې دایه ګانې یې سم وپالي. خالد بن ولید یې هم یوه کلی ته واستوه. هغه ځای کې چې دی لویېده، هلته توره وهنه او جګړه‌ییزې لوبې ډېرې دود وې. هماغه و چې دی زړور، هوښیار او ځيرک ستر شو. کله چې ځوان شو، د قریشو په تکړه ځوانانو کې حساب و.

ظاهري جوړښت یې:

حضرت خالد بن ولید رح لوړه ونه درلوده. پلنې اوږې یې وې. ځواکمن او تکړه و. حضرت عمر رض سره یې شباهت ډېر و.

اسلامي فتوحات یې:

حضرت خالد بن ولید رح پر دې بریالی شو چې په ۷ کلونو کې شام، فلسطین او شمالي افریقا د روم له امپراتورۍ را وایست.

حضرت خالد بن ولید رح د فارس لښکر مشر ( هرمز) ته یو لیک کاږلی او ورته پکې لیکلي و چې که چېرې اسلام ونه مني باید  دوی ته جزیه ورکړي.  ده په لیک داسې هم لیکلي و: « لقد جئتکم بقوم یحبون الموت فی سبیل الله کما تحبون أنتم الحیاة الدنیا لمتاعها الزائل». ژباړه: زه له هغه لښکر سره ستاسو پر خوا درخوځېدلی یم چې د خدای په لاره کې مرګ یې دومره خوښ دی لکه تاسو چې دنیا او د دنیا کار خوښوئ.

دغه لیک د هرمز په لښکر کې دومره وېره پیدا کړه چې هرمز یې اړ کړ خپل لښکر ټول په ځنځیرونو سره وتړي چې ونه تښتي. د همدې لپاره دې ته ( ذات السلاسل ) یا ( ځنځيرونو والا ) جګړه وايي.  په دې جګړه کې هرمز ووژل شو او د لښکر مشري ( قارن قریانس) واخیسته. قارن خالد بن ولید جګړې ته وباله. خالد هم تر جګړې وروسته هغه مات او له پښو پاتې کړ. وروسته له هغې د فارس او مسلمانانو ترمنځ ستره جګړه وشوه چې مورخین وايي په دې جګړه کې د فارس لښکر ۷۰زره لښکریان وژل شوي و.[ البدایه ۶/۳۴۸]

تر السلاسل وروسته دوې نورې جګړې هم وشوې چې « ولچه او ألیس» نومېږي او د مسلمانانو په ګټه ته پای ته ورسېدې.

په یرموک جګړه کې چې د مسلمانانو او رومیانو ترمنځ وه، رومي لښکر د مسلمانانو څو چنده زیات و. په دې جګړه کې حضرت خالد بن ولید، حضرت عمرو بن العاص د لښکر د ښۍ خوا مسوول، یزید بن ابو سفیان یې د کیڼې خوا او ابو عبیده بن جراح یې د لښکر د منځنۍ برخې مسوول وټاکه. یوه ډله یې هم د لښکریانو د مورال قوي کولو په پار د قران کریم د تلاوت لپاره موظفه کړه. جګړه پیل شوه، مسلمانانو په داسې حال کې چې د خالد رح په امر ( لا اله الا الله او الله اکبر) نارې وهلې، پر دوښمن یې هجوم ورووړ او مات یې کړل. تاریخ لیکونکي وايي چې د دوښمن کابو ۸۰ زره لښکر یې تېغه تېر کړ.

د حضرت خالد بن ولید مړینه:

حضرت خالد بن ولید سیف الله، تر یوې لنډې ناروغۍ وروسته، په ۲۱م ز کې په حمص کې د حق بلنه ومنله. داسې حال کې وفات شو چې یوازې یو اس، یوه وسله او یو مریی یې لاره.

کله چې خالد بن ولید سیف الله ومړ، عمر رض د هغه په اړه داسې وویل: خدای دې پر ابو سلیمان ورحمېږي، موږ یې په اړه بل ډول فکر کړی و.