ژور خپګان څه دی، دلته یې ولولئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
  • ‌‌لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

ژورخپګان چې نږدې ټول ورسره بلد یو، نن سبا په یوه نړیواله ستونزه او ناروغۍ اوښتی، پر خوال رسنیو هم دا موضوع ډېره ښکته او پورته کېږي او هر څوک ورته ځانګړی تعریف ورکوي او بېلابېله پيژنګلوي ورته لري. پر همدې اړوند مو د هېواد له تکړه ارواپوه استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې، هیله ده چې تر پایه یې راسره ولولئ، چې پوه شئ چې ژور خپګان د ارواپوهنې له انده څه دی او څه ورسره کولای شو.
پوپلزۍ: استاد تاسو ته مالومه ده چې ژورخپګان ته په دې وروستیو کې د بېلابېلو کسانو له لوري بېلابېل تعریفونه ورکړل شوي د یوه ارواپوه په توګه تاسې ژورخپکان څنګه تعریفوئ؟
استاد عظیمي: ژورخپګان لکه څرنکه چې تاسې وویل څه موده کېږي چې ځینې کسان یې په بېلابېلو بڼو خلکو ته ورپېژني چې ځینې یې مسلکي او ځینې یې په نامسلکي توګه تعریفوي زما په اند همدې بېلابېلو تعریفونو خلک د دې اروایي ګډوډۍ په اړوند د ناسمو تګلارو کارولو ته اړ کړي، ډېری یې عصبي درمل خوري او ډېری یې هم نۀ پوهېږي چې د چا ومني. زما په اند ژور خپګان هغه اوږدمهاله خواشیني، اندېښنه او خپګان دی چې د اړوند کس پر هیجانونو، چلند، کړنو، ټولنیز ژوند، ذهن او بدني فعالیت باندې ژور اغېر ښندي او هغه محدودوي.
پوپلزۍ: استاد د دې ناروغۍ په اړوند څېړنې او اصلي حقایق څه وايي؟
استاد عظیمي: پرته له شکه چې ژور خپګان په ټوله نړۍ کې یوه پوښتنه او سرخوږی ده، باید ووایم چې نجونې او مېرمنې دا چې عاطفي ځانګړنې لري پر همدې دلیل ډېرځله په دې ګډوډۍ اخته کېږي، د دې یو لامل دا هم دی چې ښځې په ټوله کې جزیاتو ته ډېر ارزښت ورکوي او پرې نښلي، کله چې همدا وړې وړې خبرې د مېرمنو پر ذهن کې خوځي او هره وړه خبره یې خپه کوي، نو د وړو وړو خبرو سره تړلی خپګان هم لږ لږ ډېرېږي او یو مهال ځورېږي او بیا پر ژورخپګان اوړي چې ډېر ځله ځان وژنه یا ځان ته زیان رسول هم ورسره مل شي، همدار راز یاده ګډوډي په نویو ځوانانو کې هم ډېره ده، ځکه د هغوی د پېژندنې وړتیا هومره نه ده، چې هره خبره وزغملای شي یا دا چې دوی له هره اړخه تر فشار لاندې راځي، ځکه لویان دوی د خپل ذهن او بدني وړتیا په تول تلي، له همدې امله یاده دیکټاټوري د ژورخپګان او آن د مرګ لامل ګرځي دا دوې ستونزې زموږ د تجربو او زما د ټولنې کیسه ده چې د څېړنو په ترڅ کې مو ترلاسه کړې، خو په نوره نړۍ کې لامل او حل لاره توپیر کوي او تر یوې کچې زموږ ټولنه هم د نورې نړۍ سره یو شان ګڼلی شوو، مثلاً په ډول ویل کېږي چې نالوستي خلک ډېر په ژور خپګان اخته کېږي، بیکاره انسانان ډېر دا ناروغي لري، یا ویل کېږي چې امریکا هر کال تر ۵۰ میلونه ډالر د ژور خپګان په ناروغانو لږوي، یا ویل کېږي چې هر کال ۲۰٪ وګړي په نړۍ کې پر ژور خپګان اخته کېږي، یا دا هم ویل کېږي چې ۶۰ تر ۸۰ سلنه ناروغان په اروایي مشورو جوړ شوي او ورستۍ څېړنې، خو دا هم ښیي چې فرانسه د نړۍ پر مخ تر ټولو خپه هېواد دی او له ۱۹۴۵ کاله تر ۲۰۱۹ کاله پورې د نړۍ د خپه وګړو شمېر ۱۰ برابره ډېر شوی، نو دې څېړنو او حقایقو ته په کتو ویلی شو چې خبره ډېره ورانه ده.
پوپلزۍ: استاد ما ته مو نورې هم ډېرې پوښتنې پيدا کړې، خو که راته ووایې چې د دې ګډوډۍ یا ژور خپګان نښې څه دي؟
استاد عظیمي: هغه کسان چې په دې ناروغۍ اخته وي، په لومړیو کې یې خوب او اشتیا خرابېږي، له خوبه سخت شکایت کوي او هېڅ څه یې زړه ته نه کېږي، چې ویې خوري، البته باید وویل شي چې اشتیا او خوب یا له کچې ډېر او یا کمېږي، په دویم قدم کې یې وزن ډېر او یا له کچې زیات کمېږي، په درېیم قدم کې پر تمرکز او پرېکړه کولو کې ستونزې منځته راوړي، مثلاً که چېرې لس پاڼې ولولي، فکر کوي هېڅ یې نه دي لوستلي او همدارنګه د یوې وړې چارې لپاره هم پرېکړه نشي، کولای زړه نازړه وي چې اوس خپله چاره سرته ورسوي او که نه. په څلورم قدم کې ژړا له کچې ډېرېږي آن داسې حالت ته رسېږي چې کس له ژړا ستړی شي زړه یې غواړي وژاړي، خو نشي کولای، همدارنګه د ژوند خوند له منځه ځي او انسان له راتلونکي نه ناهیلی کوي، فکر کوي په ژوند کې یې څۀ پاتې نه دي له همدې امله د ځانوژنې فکرونه کوي او دا فکرونه ډېر ځله پر ناکامه یا بریالۍ ځانوژنه باندې پای مومي.
پوپلزۍ: ډېر ښه بحث مو وکړ، په رښتیا چې همداسې ده، ښه استاد که راته ووایئ چې د ژور خپګان لاملونه به څۀ وي؟
استاد عظیمي: یوازې ژورخپګان نه، بلکې ټولې اروایي ستونزې پېچلي او ګڼ لاملونه لري، له همدې امله د اروایي ګډوډیو لپاره په زغرده لامل نشو ټاکلی، یا نه شو ویلای چې سل سلنه یې همدا لاملونه دي، خو ځینې مشهور لاملونه چې د ژورخپګان په منځته راوړو کې ونډه لري، زه ورته لنډه اشاره کوم.
کورنۍ، دنده او ملګري هغه لومړني لاملونه دي چې ژور خپګان ته لاره هواروي، هغه کسان چې کورنۍ یې نه درک کوي غوښتنې یې نه پوره کوي، تل فشار پرې راوړي، آزادي نه ورکوي، له کچې یې ډېر کنټرولوي او لوړې تمې ترې کوي، ژر په ژور خپګان اخته کېږي همدارنګه بېکاري، ستړي کوونکي ملګري، ترخې خاطرې، له ستونزو او کړاوونو ډک ماشومتوب، د ژوند ناورړه پېښې لکه د کورنۍ د غړو مړینه، نابریالي ودونه، د ګډ ژوند ستونزې او تر یوې کچې جنټیک او شخصیت هم په کې ورشمېرلی شوو.
پوپلزۍ: استاد د دې اروایي ګډوډۍ پایله څه ده؟
استاد عظیمي: هو، ژورخپګان د انسان په چارو، دندې، زده‌کړو او اړیکو منفي اغېز کوي او هغه ګډوډوي، انسان له ژونده ستړی کوي کله چې له ژونده ستړی شو کرار کراره چوپتیا او ګوښه‌والی غوره کوي او په دې سره خپل ملګري له لاسه ورکوي او له ټولنې لرې کېږي، دا ناهیلي یې ورځ پر ورځ ډېرېږي، ژوند یې اصلي مانا له لاسه ورکوي چې په وروستیو کې یا ځان وژنه کوی او یا په مخدره توکو روږدی کېږي او یا هم کېدای شي په ګڼو نورو بدمرغیو سر شي.
پوپلزۍ: استاد تر ډېره پرې پوه شوو، زما په اند له درملنې به یې مخنیوی ښه وي، په دې برخه کې څه کولای شوو؟
استاد عظیمي: بلې پرته له شکه چې دا چاره زموږ په باور هم سمه ده، له ژور خپګان څخه د مخنیوي لپاره باید په لومړیو کې د ژوند لپاره منظم پروګرام او مهالوېش جوړ کړو، چې مو ژوند تیت نشي او زموږ له کنټروله ونه وځي همدارنګه تر څنګ یې سپورټ او خوړو ته هم پاملرنه وکړو، هره ورځ ۱۵ دقیقې منډه کولای شي یو ښه سپورټ و اوسي په خوړو کې باید ترکاري مېوې او سابه ور زیات کړو، چې مو د بدن مقاومت ډېر شي او مغز مو وکولای شي په سمه توګه د بدن ټولو برخو ته انرژي ورسوي او خپله هم تغذیه شي، بله اړینه موضوع چې له ژورخپګانه مخنیوی کولای شي موخه ده په ژوند کې د موخو لرل او د لاسته راوړو په پار یې هڅه کول هره دقیقه ژوند ته انګېزه ورکوي او د راتلونکي لپاره هېلې پراخوي.
پوپلزۍ: ښه استاد د مخنیوي په برخه کې مو اړینې سپارښتنې وکړې، خو که څوک یې مخنیوی ونه شي کړای او پر دې ګډوډۍ اخته شي بیا څه وکړي؟
استاد عظیمي: دا د کیسې هغه تراژید اړخ او وخت دی، ټول هغه کسان چې پر ژورخپګان اخته کېږي باید اروايي درملنه یې وشي او اروایي مشوره واخلي د اروایي مشورې او درملنې پر مهال باید ټیسټ شي، چې یې شدت او سختوالی معلوم شي، وروسته د طرحي او پلان اړوند جلسې ورته وړاندیز او پرې عملي شي موږ په خپل مرکز کې د دې ستونزې د درملنې لپاره د طرحې اړوند د یاد شخص پر ذهن او کړنو کار کوو په ذهن کې د شته غمونه او دردونو پر ځای یې روغ شیان ځای پرځای کوو، همدارنګه ځینې ناروغه کړنې یې د وړاندیز په بڼه بدلوو او له ناروغ څخه یې د بدلولو هیله کوو د درملنې پر مهال یې کورنۍ او ملګري هم ښکېلوو، چې یې د ګډوډۍ ریښه پیدا او هغه شیان چې په دوی پورې اړه لري او کولای شي بدل یې کړي، له دوی نه پوښتو او په اړوند یې هغوی ته هم اړینې سپارښتنې کوو دا خبرې په خوله لږ اسانه ویل کېږي او یا هم ووایم لیکل کېږي او لوستل، خو یې بیخي اسانه کار دی، خو د اروايي درملنې پړاونه خورا ګران او سخت دي زه په دې باور یم چې ۸۰ سلنه ارواپوهان نه ارواپوهان کېږي، هسې سندونه اخلي او په نورو چارو بوختېږي یا اجازه راکړئ، ووایم چې له دې چارې تښتي او ډېری یې په حقه هم دي، ځکه په افغانستان کې داسې یو څه پر مخ بیول اسانه کار نه دی.
پوپلزۍ: استاد له تاسې نه یوه نړۍ مننه په دې هیله چې د نورو اروايي ګډوډيو په اړوند هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ او د یاران لوستونکو ته باید ووایم چې تاسو کولای شئ دلته خپله له استاده د خپګان په اړوند نور موارد هم ووینۍ او وګورئ:

استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ د یوه روغ، آباد او سوله‌ییز افغانستان په هیله خدای مو مل شه.