وروسته تر دې چې په سپینه ماڼۍ کې د امریکې د ولسمشر په توګه د جو بایډن څلور اونۍ پوره شوې، هغه بیا هم هڅه کوي چې د دغې ماڼۍ له تشریفاتو او رسمي چال چلند سره ځان روږدی کړي.
له اسوشیټېډپرېس څخه په نقل د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، جوبایډن له سيایناین سره په خبرو اترو کې وويل چې په سپینه ماڼۍ کې ژوند لکه د سرو زرو په کپس کې ژوند کول دي.
بایډن په شوخۍ وويل؛ سهار چې له خوبه پاڅېږم، جېل (د بایډڼ مېرمن) ته ګورم او وایم موږ کوم دوزخي یو.
همدارنګه ښاغلي بایډن وويل هېڅ عادت نه لرم چې د کور نوکران تل زما په تمه وي. زه ډېر خجالت کېږم او هېڅ عادت نه لرم چې څوک مې دريشي سمبال کړي.
که څه هم وړاندې تر دې کله چې بایډن د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د ولسمشر د مرستيال په توګه په سپینه ماڼۍ کې حضور درلود، خو بایډ وايي چې د ولسمشر د اوسېدو ځای له لوړو دیوالونو او له يوې ډلې محافظينو سره احاطه شوی دی په داسې حال کې چې د ولسمشر د مرستیال د اوسېدو ځای د ورزش کولو لپاره خلاصه فضا او ازاد چاپېریال لرٍي.