اپریل 23, 2021

اصغر ځان له راشد او نبي سره پرتله کوي؟!

د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان په غير رسمي لوبو کې نه لوبېږي.

د نړۍ غوره توپ اچوونکی الراونډر راشدخان چې د ټول کال په جريان کې د افغانستان تر بل هر لوبغاړي ډېر ستړی او ډېرې لوبې ترسره کوي نو بيا ډېر کله په هغو لوبو کې نه لوبېږي چې د نوي کال،اختر او ياهم د مثال په ډول د کمال خان بند په وياړ وي.

محمدنبي چې هم د نړۍ يو ځيرک الراونډر دی ،له بيګباشه تر ای پي ايل پوري په لوبو خورا موړ دی نوځکه ډېر کله افتخاري لوبو ته وخت نه ورکوي او د خپلې کورنۍ سره استراحت کوي.

افغان لوبډلمشر اصغر افغان چې د خپل مسلک په تاريخ کې په دوه يا دريو بهرني لېګونو کې لوبېدلی دی او د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې لوبې هم د کال په جريان کې ډېرې کمي وي بيا هم هغو لوبو ته چې په افتخاري ډول وي ګډون نه پکښې کوي.

د افغنستان د کريکټ بورډ له لورې د کمال خان بند لپاره په اعلان سويو لوبډلو کې اصغر افغان د کمال خان بند د جووړونکو لوبډلمشر، او ګلبدين نائب يې د کمال خان بند د ساتونکو لوبډلمشر ټاکلی وو.

که څه هم د اصغر افغان لوبډله د ګلبدين نائب د لوبډلې په وړاندې ډېره قوي ښکارېدله خو اصغر افغان ددې لوبې څخه پرشا سو او پرځای يې نجيب الله ځداران لوبډلمشري ته رامخته سو او اصغر افغان د ناروغۍ له کبله بېخي له لوبې لاس په سر سو.

خو د افغان کريکټ مينوال چې د تېر ۲۰۱۹ز نړيوال جام راهيسي د اصغر افغان څخه ګيلمن ښکاري لاهم ورته په خښم دي او د افتخاري لوبې څخه د ناروغۍ په نامه د اصغر په شا کېدل يې يوه پلمه بللې.

د دوی په باور اصغر افغان تر ډېره پر افغان کريکټ واک چلوي او څه چې يې زړه وغواړي کوي يې.

د کريکټ ډېريو مينوالو ليکلي چې ۲۰۱۹ز نړيوال جام ته د غوراوي لوبو په لړ کې اصغر افغان د اپنډيکس تر عمليات يوازي څو ورځي وروسته داسي لوبه ترسره کړه لکه هيڅ ډول ناروغي چې يې نه وي تېره کړې خو د کمال خان بند په وياړ د لوبې څخه د عادي ناروغۍ په بهانه ترشا سو.

د ټولنيزو رسنيو ډېری کارکوونکي وايي چې د افغان کريکټ ځينې باتجربه لوبغاړي د خلکو د خوښۍ او احساساتو پرځای تر ډېره هغو لوبو ته ترجح ورکوي چې ښې ډېرې پيسې او جائزې پکښې وي او هغه لوبې چې افغانان کولای سي خپل اتلان پکښې د نيږدې وګوري ګډون نه پکښې کوي.

دا لومړی ځل ندی چې د کريکټ مينوال پر اصغر افغان نيوکې کوي،په ۲۰۱۹ز نړيوال جام کې د ګلبدين نائب سره نه همږغيتوب ،د کريکټ بورډ پر کارکوونکو فشارونه،په زور سره د ملي لوبډلې لوبډلمشري،په سيريزونو کي د خپل خوښې لوبغاړو انتخاب او د ځوانو لوبغاړو نه لوبول هغه څه دې چې د افغان کريکټ مينوال يې له ځانه څخه خوابدي کړي دي.

وروستي مطالب