د دیموکراتانو کاندید جوبایډن د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په څرګندیدو سره بریا ته ډیر نږدې شوی.
د ولسمشرۍ نوماندان: د متحده ایالاتو ولسمشرۍ د ځان کاندیدولو او د سپینې ماڼۍ مېلمه کیدلو لپاره ۲۷۰ انتخاباتي رایو ته اړتیا لري.
د بهرنیو رسنیو په حواله، دیموکرات کاندید جو بایډن ۲۶۴ انتخاباتي رایې ترلاسه کړې او د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ تر دې دمه ۲۱۴ انتخاباتي رایې ترلاسه کړې.
د متحده ایاالتو رسنیو راپورونو په اساس، جو بایډن له مشیګن نه په ۱۶ انتخاباتي رایو سره وګټله، چې د هغه ټوله رایې ۲۶۴ ته ورسیده، چې نوموړی به یوازې د شپږو رایو په ترلاسه کولو سپینې ماڼۍ ته ورسېږي.
اوس هم په متحده ایالاتو کې رایې شمېرل کیږي ، چې یوازې د پنځو ایالتونو پایلې پاتې دي.
په دې څلورو ایالتونو کې د انتخاباتي رایو شمېر ۵۶ دی، نو حتی که ټرمپ له څلورو ایالتونو ټولي انتخاباتي رایې هم وګټي، نو د ټرمپ ټولي انتخاباتي رایې به ۲۶۸ شي، چې د ولسمشرۍ لپاره یې ۲ رایې بیا هم کمېږي.
د متحده ایاالتو رسنیو په وینا، بایډن په یوۀ ایالت کې مخکښ او ټرمپ په څلور کې دی، په داسې حال کې چې په “نیواډا” کې د شپږ انتخاباتي رایو سره ، بایډن له ټرمپ څخه مخکې دی.
ټرمپ په ‘پنسلوانیا ، شمالي کارولینا ، جورجیا او الاسکا کې مخکښ دی، په نیواډا کې د ۷۵% رایو سره، بایډن د ۸۰۰۰ رایو سره مخکښ دی.
دیموکرات کاندید “جو بایډن” له نیویارک څخه ۲۹ انتخاباتي رایې او له “کولوراډو” څخه ۹ انتخاباتي رایې ګټلي دي.