څنګه پر خپله وړتیا او ځواک پوه شو؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ویډیو: استاد عظيمي
لیکونکې: صدیقه پوپلزۍ

وړتیا، ځواک او پرې پوهېدل تر یوې کچې بېلابېل بحثونه دي، ځکه زموږ وړتیاوې بېلابېلې دي د بېلګې پۀ ډول ذهني وړتیا، بدني ځواک او نور.

هرڅومره چې خپل ځواک، وړتیا او پرې پوهېدو ته ارزښت ورکړو، هغومره لۀ موږ سر مرسته کوي، چې لۀ خپل ځواک او وړتیاوو نه خبر شو او ګټه ورڅخه پورته کړو.

انسانان معمولا پر خپلو شتو قدرتمن دي. شتمني، مال او ځمکې هم د ژوند یوه لویه برخه جوړوي او شاو خوا ټولو انسانانو ته ډېرځله همدا ځواک او قدرت، روحیه ورکوي، دا هغه څۀ دي چې موږ یې پۀ سیاسي او جغرافیوي نړۍ کې وینو لوی قدرتونه ددې لپاره د کمزورو هېوادونو پر خاوره تسلط غواړي چې د خپلې لویې امپراتورۍ امنیت وساتي دا هر څۀ پۀ انساني ځواک او وړتیاوو پورې تړلي او ددې ښکارندویي کوي چې هغوی خپلې وړتیاوې پېژندلي او ګټه ورڅخه اخلي.

هغه څۀ چې انسان ته ځواک، قدرت او وړتیا ورکوي او له نورو څخه یې ځانګړي کوي کلک هوډ او د کار دوام دی دا هغه څۀ دي چې د نړۍ پۀ کچه انسان ځواکمنوي یا یوې وړې ډلې انسانانو ته چې لۀ خپلو وړتیاوو خبرتیا لري قدرت ور بښي.

هر هغه څۀ چې ستاسې پۀ شاوخوا کې شتون لري وایې اخلئ او په قدر یې پوه شئ ځکه د هرې جغرافیوي خاورې وګړو چې لۀ خپلو شتو یې کار اخیستی او په قدر یې پوه شوي یوه ځواکمنه ټولنه ورڅخه جوړه شوې او خورا پرمختګ یې کړی.

کۀ تاسې هم غواړئ ځواکمن شئ نو پۀ هغه څۀ پسې مۀ ګرځئ چې نور یې ځواکمن کړي، هغه خوبونه مه وینئ چې نورو لیدلي او نورې نړۍ ته مه ګورئ ځکه هره ټولنه خپلې خاصې فورمولې او وړتیاوې لري کۀ تۀ هم غواړې د یوۀ ځواکمن انسان په څېر راڅرګند شئ نو هڅه وکړه هغه څۀ چې په ژوند کې یې لرې تمرکز پرې وکړې او د وړتیا مطابق پرمختګ ورکړې.

افغانان به هغه مهال ځواکمن شي چې لۀ خپلو وړتیاوو څخه ګټه پورته کړي، پر خپلو ماشومانو باندې زده کړې وکړي، د مدرنې او پرمختللې بزګرۍ څخه ګټه واخلي او د ټوپک پر ځای بېل را واخلي ځکه د افغانستان ځمکنۍ جغرافیه تر ډېره زراعتي بڼه لري. هر انسان خپلې ځانګړې وړتیاوې او خاصې طرحې لري چې کۀ لۀ خپل فکر څخه پۀ سم ډول ګټه پورته کړای شي نو ډېرو لوړو ځایونو ته رسېدلای شي.

موږ او زموږ هېواد به هغه مهال ځواکمن شي چې لۀ خپلو زېرمو څخه پۀ قانوني او مسلکي ډول ګټه پورته کړو.

افغان ځوان به هغه مهال ځواکمن شي چې بهر ته ولاړ شي کار وویني او بېرته خپل وطن ته راشي، کار پیل کړي او پر مخ ولاړ شي.

سمه ده چې موږ ټکنالوژۍ او وارداتي وسایلو ته اړتیا لرو نو هغه باید وکاروو خو ځان او خپلې چارې باید ورپورې ونۀ تړو. یاني خپله شتمني باید په پښو ودروو ترڅو نویو او تازه شیانو ته لاسرسی پیدا کړو.

تر هغو پورې چې موږ سره ټوپک او جګړه مار فکر وي نو موږ نشو ځواکمنېدلای ځکه جګړه تل ورانی کوی او ځواکمني پۀ رغېدو او جوړېدو تمرکز لري.

هر انسان پر خپل بدن کې بې شمېره مثبت ټکي لري، که موږ خپل مثبت ټکي پیدا کړو او پراخ یي کړو نو موږ سره به مرسته وکړي ترڅو د ژوند پۀ هره برخه کې پرمختګ وکړو.

https://youtu.be/5BSQiqSQRRU

تر ټولو اړینه خبره بیا داده چې لۀ نورو سره خپل تړاو (وابستګي)  لۀ مینځه یوسو هغه کۀ جنسي وي، عاطفي، فکري یا هم ذهني. یاد تړاوونه باید ختم یا محدود کړو، ځکه هرڅومره چې انسان په بل پوري تړلی وي پۀ همغۀ کچه یو ځواکمن او پیاوړی انسان نشي ورڅخه جوړېدلای، ټول عمر باید  ذلت او غلامي ونکړو، بلکې باید فکري او ذهني قدرت پیدا کړو تر څو وکولای شو لۀ خپلو وړتیاوو څخه پۀ اعظمي توګه ګټه پورته کړو.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.