ژباړه: حماد هلال
ځیني خلک نورو ته د نږدې کېدو په وخت یا نور خلک چې کله دوی ته نږدې کېږي، دوی په دوام داره توګه وېره او عجیب احساس پیداکوي، دې احساس ته خجالت یا شرمندګي وایي. خجالت د وېرې په وړاندې عکس العمل دی او څیړنې ښایې چې د دې لپاره نیورپسیولوژیک (په مغزو کې د یو ځانګړي عصبي لیږد کنټرول لاندې چلند تنظیم شوی) شتون لري. شرمیدل د مور و پلار روزنې او تجربو څخه په کلکه اغېزمن کېږي.
د شرمندګۍ او خجالت لامل څه شی دی؟
د شخصیت څو ځانګړنې د خجالت سره مخ کېدو کې مهم رول لري: د ځان پوهاوی، د ځان په اړه منفي فکر، په ځان بې باوري، د قضاوت او رد وېره. شرمېدونکي خلک اکثرا غېرې واقعي ټولنیزو پرتله کولو کې بوخت وي او د ټولنیزو و فعالو خلکو سره حسادت کوي. شرم لرونکي خلک پدې باور دي چې نور تل د دوی په هکله قضاوت کوي، نوي ټولنیز فرصتونه له لاسه ورکوي او دا د هغوی د ټولنیزو مهارتونو پیاوړې کېدو مخه نیسي.
ایا خجالت یا شرمندګي ذاتي ده؟
د ځان په اړه پوهېدنه، د ځان منفي ارزونه او د ځان په اړه منفي فکر کول دخجالتۍ له ځانګړنو دي. دا ټولې ځانګړنې د فرد تعریف ته د ځان په اړه ګرځي. څنګه چې زموږ تعریف د ځان په اړه له ۱۸ مې میاشتې څخه پيل کېږي ، نو ممکن ووایي چې د زیږون څخه شرمندوک وئ. شل سلنه نوي زیږیدلي ماشومان دعکس العمل سره مینه نلري، خو دا په دې مانا نده، چې وروسته به بیا شرمندوک اوسي او خپل چلند به نشي بدلولی.
د ماشومانو خجالت کېدو لامل څه دی؟
چاپیریالي او بیولوژیکي لاملونه په خجالت اغېزه لري. نوې زیږیدلو ماشومان د مزاج له اړخه متفاوت دي او د دې احتمال چې حساس ماشومان خجالت کېږي ډېر دی. په هر صورت، د والدینو ملاتړ او دقت د ماشوم په روزنه کې کولی شي، چې د ټولنیز خجالت او اضطراب مخه ونیسي.
د نوې ځوانانو( تنکي ځوانانو) د خجالت لاملونه څه دي؟
امکان لري خجالت په ځوانۍ کې لا سخت شي، ځکه تنکي ځوانان باید نوې مرحلې ښوونځي، ملګرتیاوې او بلوغ شاته پرېږدي.
امکان لري یو کس د بې ابرو کېدو، رد کېدو یا رسوا کېدو څخه وېره ولري. والدین کولی شي، نوي ځوانان وهڅوي، ترڅو په دې غلطو وېرو غلبه پيداکړي او وروسته ورسره مرسته وکړي، چې دا مهارت په ځان کې پیاوړی کړي.
درونګرايي او خجالت ترمنځ توپير څه دی؟
خجالت اوسیدل او درون ګرایي سره توپير لري. درونګرا خلک د دې نه چې فقط وخت تېر شي، انرژي اخلي. خو په مقابل کې خجالت لرونکې خلک غواړې نورو سره اړیکې ونیسي، اما نه پوهېږي چې داکار څنګه ترسره کړي او یا دوی نشي کولی چې د منفي قضاوت وېره او اضطراب وزغمي، چې خپله تعامل کې راځي. تعامل په ځان کې د هغو کړنو څارنې ته وايي چې کمزورې ورته ښکاري، دا لامل کېږي ترڅو نورو سره اړیکې ونشي نیولی.
د هر فرهنګ تعریف له خجالت او شرمندګۍ څه دی؟
هغه فرهنګونه او ارزښتونه چې ماشومان یې له والدینو او ټولنې زده کوي، د هغوی په ټولنیز کېدو اغېز پرېږدي. تقریباً له ۴۰ تر ۵۰ سلنه د امریکایي لویان (پاخه عمر خلک) ځان خجاتت ګڼي، په داسې حال کې چې دېرش سلنه اسرائیل او شپېته سلنه جاپانیان هم ورته خبرې دځان په اړه کوي. ممکن د ستایینې او انتقاد لاره په هر فرهنګ کې د داسې فرهنګي تفاوتونه لامل ګرځي.
څنګه کولی شو، له خپلو اولادنو سره مرسته وکړو ترڅو لا ټولنیز شي؟
والدین کولی شي، بې له دې چې په ماشوم فشار راوړي ترڅو خپل شخصیت ته بدلون ورکړي، په هغوی کې د ملګرتیا مهارتونه ته وده ورکړي. د بېلګې په توګه کولی شي، د ماشوم د علایقې وړ شیانو ته هرکلی ووایي او هغه یې کولو ته وهڅوي؛ ځکه ماشوم کولی شي، د ټولنیزو یا ګډو فعالیتونو په ترسره کولو، نوي ملګري پيداکړي. والدین کولی شي ماشوم ته ساده ټولنیز مهارتونه ور زده کړي لکه : د سترګو لید، خندېدل، د سمو خبرو کول او هغه سوالونه پوښتل چې په (څه) او (څنګه) پيل کېږي.