اپریل 21, 2021

که انیمیا لرئ، شین چای مه څښئ!

لیکنه او راټولونه

شین چای خورا ډېرې ګټې لري، خو د څښلو بڼه او وخت یې د انسان روغتيا لپاره ډېر اړين دی.

شین چای د کافیین یوه لویه سرچينه ده او څښل یې د ستړيا پر مهال انسان ته ارامتیا وربخښي.

هغه خلک چې له شین چای څخه ګټه اخلي، تل فعال وي او ورځنۍ چارې په سمه توګه ترسره کوي، خو يو انسان هغه مهال کولای شي چې د شين چای له ګټو څخه په سمه توګه برخمن شي چې د دغه څښاک د څښلو په وړ وخت پوه شي.

که شين چای له خوړو سره یو ځای وڅښل شي روغتیا ته ځینې زيانونه رسولای شي. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د شين چای د همدغو زیانونو په اړه معلومات درکړو.

که غواړئ چې د شين چای له څښلو څخه ګټه واخلئ نو د چای د څښلو پر مهال دغو ټکو ته پام وکړئ.

۱- د ورځې په اوږدو کې له پينځو ګیلاسو څخه ډېر چای مه څښئ.

۲- که سر مو درد کوي، شین چای مه څښئ.

۳- که اسهال ياست، شین چای مه څښئ.

۴- له درملو سره شین چای مه څښئ.

که چېرې د سر د درد له درملو څخه وروسته شین چای وڅښي، کېدای شي ستاسو د سر درد نور هم ډېر شي.

۵- که د زړه له ټکان څخه کړېږئ، شین چای مه څښئ.

۶- که انیمیا یا د وينې کمښت سره مخ یاست، شین چای مه څښئ. ځکه چې د شين چای څښل په بدن کې د اوسپنې د جذب مخنیوی کوي.

په پای کې باید یادونه وکړو چې د شين چای څښلو لپاره تر ټولو غوره وخت له خوړو څخه ۲۰ دقیقې وړاندې يا وروسته دی او د ورځې په اوږدو کې له پينځو ګیلاسو څخه زیات چای څښل زیان رسوونکی دی.

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ