د حزب اسلامي مشر او ولسمشریز نوماند ګلبدین حکمتیار له اریانا نیوز سره په تازه مرکه کې یو شمېر توندې خبرې او موضع ګیرۍ کړي.
دلته یې د مرکې مفصل جزیات ولولئ:
حکومت د جنګ عامل دی
حکمتیار په دې مرکه کې حکومت تورنوي، چې نه یې مشروعیت شته او نه د سولې راوستو طرحه، ظرفیت او اراده لري.
هغه د چا نوم نه اخلي، خو وایي په حکومت کې خاین او پرجګړې باورمند خلک زیات دي.
دی د خپل ټاکنیز ټیم پر دویم مرستیال د څو شپو وړاندینی برید هم د همدغو په حکومت کې دننه کړیو کار ګڼي.
حکمتیار وایي بریدګر یې د ټیم له بریالیتوب او خپلې نابودۍ وېریږي. د ده په وینا د برید عاملین به زر څرګند او رسوا شي.
د حزب اسلامي مشر ادعا لري، چې په حکومت کې همدغو جنګ غوښتونکو ډلو د خپلو ګټو لپاره جګړه توده کړې، طالبان او بهرني ځواکونه یې ټول جنګ ته اړویستي.
له دې ټولو سره حکمتیار وایي سوله نیږدې ده.
دی د امریکا هغو ژمنو ته هیله من دی، چې ویلي جګړه ګټونکی نه لري.
طالبانو نه غوښتنې او ورته خبرداری
ګلبدین حکمتیار په دې مرکه کې له طالبانو غواړي، چې افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته کیني.
هغه زیاتوي، چې دغه مذاکرت حکومت ته د مشروعیت بښلو په مانا نه دي.
د حکمتیار په وینا ده هم دا حکومت مشروع نه باله، د بهرني تېري او اشغال په وسیله د رامنځته شوي جوړښت دوام یې باله او د جان کیري د حکومت په سترګه یې ورکتل، خو بیا هم سوله یې ورسره وکړه.
هغه طالبان د حکومت په ګډون له سیاسي ګوندونو سره بین الافغاني مذاکرې او سولې ته هڅوي.
دی په ورته وخت کې وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکوي، چې یوازې امریکا سره پر مذاکرې دې نه تکیه کیږي.
د حزب د مشر په وینا که احیانا امریکا طالبانو ته کابل وهم سپاري، طالب ته به واکمني پرې هغسې سخته وي، لکه د حکومت په شان یې چې و.
د ده په ټکیو طالب ضد ډلې به بیا په دغه صورت کې د طالبانو خلاف جنګ ته ودانګي.
ګلبدین طالبانو ته یادوي، چې زیات دې پرځان غره هم نه شي او په یوازې ځان دې امریکا ته له افغان خاورې د خطر نه پېښیدو تضمین نه کوي.
هغه د داعش ډله او طالبانو سره یې جګړې یادوي او وایي د امریکا خلاف جګړه یوازې د طالب واک کې نه ده.
د حزب د مشر په وینا طالبان خپلو هېوادوالو سره له سولې پرته بله هیڅ لاره نه لرې.
بې باوره دولت نه غوښتنې
حکمتیار دولت بې باوره ګڼي او ترې غواړي، چې د سولې یو باصلاحیته مرجع دې رامنځته او له ټولو سیاسي ګوندونو سره دې اجماع ته ورسیږي.
هفه د لنډمهالې پرځای پر اوږدمهالې سولې ټینګار لري او زیاتوي، چې هیڅ شخص یا دولت د سولې بهیر انحصارولی نه شي.
هغه دولت د لویو مسایلو په اړه د اجماع جوړولو له ظرفیته بې برخې ګڼي.
د حکمتیار په وینا دولت باید د سولې لپاره هر ډول قربانۍ لکه: موقت حکومت او نورو ته چمتو شي.
دی د ملي یووالي پر حکومت له دې کبله توندې نیوکې هم لري، چې له حزب اسلامي سره د سولې تړون یې نه دی عملي کړی.
د ده په وینا پر یاد شوي تړون نه عمل هم پر دولت د طالبانو د ناباورۍ او ورسره خبرو ته د نه حاضریدو یو دلیل دی.
موقت حکومت یوه احتمالي حل لاره!
د موقت حکومت په اړه د حکمتیار نظر دا دی، چې دا یوه احتمالي حل لاره ده.
دی ټینګار کوي، چې دغه حکومت باید د بن جرګې بڼه یانې پر سیاسي ډلو د واک و قدرت وېشل نه وي.
حکمتیار وایي: موقت حکومت نه باید تر ۶ میاشتو زیات وخت ولري، له بې طرفه خلکو دې جوړ وي او دا دې شرط شي، چې چارواکي یې په راتلونکو ټاکنو کې کاندیدان نه وي.
د حزب مشر زیاتوي، چې د اساسي قانون د تعدیل په شان ټول بدلونونه باید له قانوني لارې راوستل شي.
د ده په وینا موقت حکومت که د طالبانو غوښتنه وي، جوړ دې شي خو دا حکومت باید د پارلمان، ولایتي شوراګانو، ولسوالۍ شوراګانو ټاکنې یو ځای وکړي څو د اساسي قانون د لویې جرګې قانوني چوکاټ ته زمینه برابره شي.
دی د پارلماني ټاکنو له شرمناک ګڼلو سره د دغو ټاکنو په بیا ترسره کیدو ټینګار کوي.
د غنې تشویشونه او ډاکټرنجیب
ګلبدین حکمتیار د سولې د بدو پایلو په اړه د ولسمشرغني له اندیښنو سره همغږی دی.
غني ویلي، چې د ډاکترنجیب د سولې په شان کیسه باید تکرار نه شي.
حکمتیار وایي نجیب سره د ده د حکومت نیږدې کسانو خیانت وکړ او د سولې پروسه یې ناکامه کړه.
د حکمتیار په وینا نجیب ژمن و، چې موقت حکومت ته واک وسپاري او استعفا ورکړي، خو خاینو ملګرو یې د جبل السراج تړون لاسلیک او د سولې طرحه ناکامه کړه.
( یاد شوی تړون د نجیب د حکومت یو شمېر ناپښتنو پوځي او سیاسي مقاماتو له احمد شاه مسعود سره لاسلیک او کابل یې مسعود ته وسپاره.)
حکمتیار وایي ډاکټرنجیب د ملګرو ملتونو د ناکامۍ په نتیجه کې نه؛ بلکې د خپلو ملګرو د خیانت له وجې ناکام او قرباني شو.
جګړه او ګاونډیان
ګلبدین حکمتیار په دې مرکه کې یو ځای طالبان د سیمې استخباراتو سره تړي او دغه استخبارات د جګړې هڅونکي او عامل یادوي.
په بله برخه کې ردوي، چې ګواګې پاکستان په جګړه او سوله کې خپلې موخې لټوي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې جدي کیږي، چې ګواکې د افغان جګړې کیلي په راولپنډۍ کې ده.
د حکمتیار وروستیو ایران ضدو څرګندونو ته په کتو سره ګومان کیږي، چې هغه د طالبانو او جګړې ترشا د طراحۍ او ملاتړ ملامتي پر پاکستان نه؛ بلکې پر ایران اچوي.
حکمتیار د راولپنډۍ له نوم یادیدو سره وایي، چې د جګړې کیلي په راولپنډۍ نه؛ بلکې کابل او هغه هم په حکومت کې دننه ده.
د حکمتیار دغې خبرې په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه پارولي.
د هغه منتقدینو ویلي، چې حکمتیار له کابل نه د پاکستان د ګټو دفاع کوي.
راتلونکې ټاکنې
حکمتیار وایي پر ټاکنو باور لري، خو د ټاکنو پر شته کمیسونونو او سیستم یې باور نشته.
دی، چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند هم دی، د نوماندانو د نوم لیکنې پر بهیر نیوکې لري.
د هغه په وینا لازمه ده، چې اجرایه ریس ډاکټرعبدالله د ولسمشریز نوماند او مرستیال یې محمد محقق د حنیف اتمر د ټاکنیز ټکټ د مرستیال په توګه له خپلو دندو استعفاوې کړې وای.
حکمتیار پر کمیسون نیوکه لري، چې له استعفا پاڼو پرته یې باید د دوی نوماندي نه وه ثبت کړې.