
لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه لوبغاړي نصرت حقپرست د روسیې هیواد د مشهوره مسلمان لوبغاړي حبیب نورمحدوف سره ګډ تمرینونه کړي.
حقپرست راتلونکې لوبې ته دا تمرینونه د ښه چمتوالي په موخه ترسره کوي.
نصرت حقپرست د ازادي مبارزې تر ټولو په لوړ او معتبره سازمان UFC کې لومړنی افغان لوبغاړی دئ، چې پکې حضور لري.
ټاکل شوې نصرت حقپرست راتلونکې شنبه د نړۍ په یاد معتبره سازمان کې د یوه تکړه سیال سره د لوبې ډکر ته کښته شي.
حقپرست د سویلي افریقا د دان ماج سره څو اونۍ وړاندې سیالي لرله، خو سیال ته یې د ویزې ستونزه پيدا شوه او لوبه یې لغوه اعلان شوه.
لا تراوسه معلومه نه ده، چې حقپرست به د شنبې په ورځ د کوم سیال په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شي.