
د سعودي عربستان د حرمينو ادارې په نوې ټيکنالوجۍ او عصري کامرو په حرمین مسجد کې دننه د حجر اسود او مقام ابراهيم نوي لوی او روښانه عکسونه خپاره کړي دي.
دا انځورونه په مکه مکرمه کې د انجینرۍ څیړنې یا مطالعې ریاست لخوا اخیستل شوي دي، چې د زرو څخه ډېر انځورونه یې د نړۍ ټولو مسلمانانو د لومړي ځل لپاره ولیدل.
د حرمينو شريفنيو مسولينو ويلي، چې د دې فوکس سټیک( soft focus panarama) “د ټیکنالوجۍ په مرسته يې د حجر اسود اصلي بڼه کې ښکاريدونکی تور او اصلي بڼه حجر اسود ليدلي، او دغه عکسونو د دقت اخيستلو ۷ ساعته نيولي او د انځورونو ميګاپيکسل يي ۴۹ زره ميګاپيکسل دقت ته رسېږي.
د دې عکسونو صفايي او خورا دقيق راوستلو ۵۰ ساعته نور په بر کې نيولي دي، تر څو لا روښانه ښکاره شي.
د یادونې وړ ده، چې حجر اسود د کعبې سویل ختیځ کونج څخه بهر موقعیت لري، د کعبې طواف په حجر اسود پیل او پای ته رسېږي.
دا د تخمدان یا بیضوې شکل ته ورته ده. تور ته مایل سور رنګ لري، چې ۳۰ سانتيدمټره قطر لري.
سبحان الله ! د رسول الله هغه وینا بلکل ريښتيني شوه، چې فرمایلي يي دي؛ دا د جنت نه راوړل شوې ډبره ده، چې د انسانانو د ګناهونو له امله تور رنګ باندې بدليدونکی ده.