د ګلاب منګل د ژوند کیسې؛ وایي غني ښه رهبر نه دی خو بیا هم رایه ورکوي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د ولسمشر غني یو برحاله سلاکار وزیر او نیږدې سړی محمد ګلاب منګل په یوه تازه مرکه کې د نورو خبرو ترڅنګ د ښاغلي غني، تېرو او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو، خپل سیاسي او شخصي ژوند او مختلفو دولتي ماموریتونو په اړه غږیدلی.
دا مرکه له منګل سره د یک تلویزون په کاکتوس خپرونه کې شوې، چې یاران یې مهم ټکي له خپلو درنو لوستونکو سره شریکوي.
ګلاب منګل څوک دی؟
ګلاب منګل د پکتیا ولایت یو ۶۲ کلن اوسیدونکی دی، چې د دې ولایت په منګلو ولسوالۍ کې زیږیدلی او په کابل پوهنتون کې یې د پښتو ادبیاتو  ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي.
ښاغلی منګل د ببرک کارمل او ډاکټر نجیب د واکمنۍ پر وخت د ملي پوځ افسر او وروسته د مجاهدینو او طالبانو د واکمنۍ پر وخت په کابل کې مېشت او پخپله خبره یې په سوداګریزو چارو بوخت و.
د موقت حکومت له جوړیدو وروسته هغه د بېړنۍ لویې جرګې غړی او بیا په سویل ختیځ کې د یوناما ادارې او د اساسي قانون د تسوید له کمیسون سره دنده کوي.
په ۲۰۰۲ کې د پکتیکا والي کیږي. د دې ترڅنګ د کرزي د واکمنۍ پر وخت منګل د لغمان او هلمند د والي په توګه هم دنده ترسره کوي.
تر هغه وروسته په کور کیږي، خو د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو پر وخت د ولسمشر غني په مشرۍ د بدلون او دوام ټاکنیز ټیم لپاره کار کوي، تر دې چې د غني په حکومت کې د قومونو او قبایلو چارو وزیر او بیا د قومونو او قبایلو په چارو کې د سلاکار وزیر او ننګرهاروالي په توګه دنده ترسره کوي.
منګل اوس ظاهرا څنډې ته شوی او د ولسمشر د سمبولیک مشاوریت ور اخوا نور څرګند محسوس فعالیتونه نه لري.
هغه یو واده کړی، چې څلور زامن ورڅخه لري، خو لور یې وایي نشته.
طالبانو سره اړیکې
ګلاب منګل په دې مرکه کې پوښتل کیږي، چې ولې یې د طالب واکمنۍ پر مهال مهم دولتي قراردادونه لرل؟

هغه یې په ځواب کې ردوي، چې ګواکې طالبانو سره یې سیاسي اړیکې وې، خو وایي تجارتي اړیکې یې لرلې او د خپلې پانګې او کاروبار له کبله یې د کابل د مېوې ۳۰ زره لکي قرارداد، د سیلو قرارداد او نور مهم قراردادونه اخیستي وو.
حامد کرزي سره اړیکې
ګلاب منګل په مرکه کې له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره د خپلو اړیکو کیسه کوي او وایي، چې په پکتیکا کې د اساسي قانون کمیسون لپاره یې د کار معلومات د یوناما دفتر کرزي ته ورکړي وو، چې له کبله یې کرزي د فاروق وردګ په وسیله وغوښت.
د ده په وینا هغه مهال علي احمد جلالي د کورنیو چارو وزیر و، چې د کرزي په سپارښتنه یې دی د پکتیکا والي کړ.
د ده په وینا کرزي له پکتیکا څخه وروسته لغمان او هلمند ته هم د والي په توګه  واستوه، خو په هلمند کې یې ورسره اړیکې خړې شوې.
منګل د دې کار دلیل په هلمند کې د نیشه یي توکیو خلاف د ده چټکه مبارزه ګڼي.
دی وایي: د هلمند امنیه قومندانۍ په څو مترۍ کې د نیشه یي توکیو او وسلو د کاروبار یو مهم مرکز و، ما یې پرضد عملیات غوښتل وکړم،د ملي امنیت ریس، امنیه قومندان او نورو نه خوښه راکړه او نه یې مرسته وکړه. ما د خپلو ګاردانو په وسیله د مختلفو ادارو د استازو په موجودیت کې دا عملیات وکړل، چې دغه کار کرزي ته زما د شکایت زمینه مساعده کړه.
ګلاب منګل دا هم وایي، چې کرزي به یې د نیشه یي توکیو خلاف د مبارزې په تړاو تل ورته ویل، چې بهرنیان هم په الوتکو کې دا قاچاق کوي.
ګلاب منګل وویل: کرزي زه د امریکایانو او انګریزانو سړی ګڼلم، په داسې حال کې چې د هیچا کس نه وم، نه مې پاکستان کې وخت تېر کړی او نه د کوم بل هېواد سړی وم او یم!
له هلمنده د ګوښه کیدو کیسه
د هلمند ولایته د منګل د ایسته کیدو پر وخت وویل شول، چې برتانویان د منګل د ګوښه کیدو مخالف دي.
خو منګل وایي کیسه بله وه. د ده په خبره هغه مهال کرزي غوښته، چې دی ګوښه او پرځای یې د نیشه یي توکیو قاچاقبر او قاتل والي بیا والي کړي.
دی وایي: دغه وخت د برتانیې د وخت صدراعظم ګولډن براون کابل ته راغلی و او په یوه یاداشت کې یې ولسمشر کرزي ته ویلي و، چې که ګوښه شوی والي بیا والي شي، دوی به خپل ځواکونه له هلمنده وباسي.
د ګلاب منګل په خبره دا خبره وروسته په غلط ډول رسنیزه شوه او وویل شول، چې برتانویان د منګل د ګوښه کیدو مخالفت کوي.
د ۲۰۱۴ ټاکنې
ګلاب منګل د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو په اړه وایي، چې هغه وخت د فکر او عمل جرګې په نوم د یوه حرکت غړی و.
د ده په خبره دوی غوښتل، چې د ولسمشریزو نوماندانو د تعداد کمیدو لپاره کار وکړي. په همدې لړ کې یې د اشرف غني، علي احمد جلالي، حنیف اتمر، انورالحق احدي او حنیف اتمر ترمنځ د یووالي لپاره کار وکړ.
غني ښه رهبر نه دی!
ګلاب منګل وایي د احتمالي نوماندانو د یو کولو د هڅو پر وخت ورته زلمي خلیلزاد وویل، چې د فکر و عمل جرګې له اړخه دې د کریم خلیلي او یو شمېر نورو کسانو په ملتیا د دغو احتمالي نوماندانو په اړه یوه سروې وکړي.
وایي د دغې سروې د کولو لپاره ده پوښتنلیکونه جوړ او هم یې د نوماندانو د ځانګړنو په اړه ځینې مهم ټکي ولیکل.
د منګل په خبره د اشرف غني په اړه یې په دغو پاڼو کې لیکلي وو، چې ګټونکی دی، غوره مدیر دی خو ښه رهبر نه دی!
نوموړی زیاتوي: غني ورته وویل: له لویې پکتیا به څومره رایې راته راوړئ؟
وایي: ما وپوښتل: څومره غواړې؟
غني د شپږ لکو رایو غوښتنه وکړه، خو د منګل په خبره ده ورته له دغه زون څخه یو میلیون رایې برابرې او د غني په بریالیتوب کې مهم نقش ولوبوه.
د ګلاب منګل نیوکې
ګلاب منګل په دې مرکه کې پر حکومت ځینې توندې نیوکې هم لرلې.
یوه نیوکه یې دا وه، چې ځوانانو ته له حده زیات د رهبرۍ رول ورکړل شوی، تر دې چې په خبره یې حکومت نه کودکستان جوړ شوی.
هغه له نوم اخیستو پرته وویل: د ولسمشر یو سلاکار ۳۲ کلن او د ارګ ټولواک دی، په داسې حال کې چې ۱۸ کاله یې له افغانستانه بهر تېر کړي او د دې ځای په وضعیت سم نه پوهیږي.
منګل د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په معینینتونو کې د ځوانو ښځو پر موجودیت هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې ښځو ته دې د شهیدانو معلولینو، معارف، لوړو زده کړو په شان وزارتونه ورکړل شي.
د ډنډ غوري تړون
په دې مرکه کې منګل د بغلان په ډنډ غوري ولسوالۍ کې له ځایي خلکو سره د هغه تړون په اړه هم وپوښتل شو، چې د قبایلو چارو وزیر په توګه یې لاسلیک کړی و.
د دغه تړون په اړه منګل تورن شوی و، چې تړون یې ځایي خلکو سره نه؛ بلکې له وسله والو طالبانو سره د اوربند په اړه کړی و.
خو منګل په مرکه کې دا تور یو ځل بیا رد او وویل: دا تړون له ځایي خلکو سره په دې شرط شوی و، چې وسله وال به له خپلو سیمو شړي او امنیت به تامینوي.
ګلاب منګل په دې اړه هم وپوښتل شو، چې د طلوع نیوز د سیاسي خپرونو چلوونکی یما سیاووش چا له دندې ګوښه کړ؟
منګل یې په ځواب کې وویل: زه د طلوع نیوز ریس نه یم، چې ما نه یې پوښتنه کوئ.
یما سیاووش په داسې وخت له دندې ګوښه شو، چې منګل د قبایلو وزیر و او هغه ورسره د یاد شوي تړون په اړه تونده مرکه لرله.
د ګلاب منګل په خبره د یاد شوي تړون په اړه یې د ولسمشر اجازه اخیستې وه او که واک په لاس ورشي، په ورته تړونونو به په نورو سیمو کې هم د جګړې ختمولو لپاره کار وکړي.
د زوی ناکامي
ګلاب منګل په دغه مرکه کې ولسمشر غني ته له لویې پکتیا څخه په تېرو ټاکنو کې د یو میلیون رایو برابرولو ادعا وکړه.
د خپرونې چلوونکي وپوښت، چې که دومره نفوذ یې و، ولې یې زوی د کابل په پارلماني ټاکنو کې ناکام شو؟
منګل د زوی ناکامي دسیسه وګڼله او ویې ویل، چې هغه بریالی و، خو رایې یې کمې او ناکام کړی شو.
د یادونې وړ ده، چې د منګل زوی په پیسو د رایو په ترلاسه کولو هم تورن شوی او ځینو خلکو یې پرضد کابل کې لاریون کړی و.
سربېره پردې د منګل یو ورور نواب منګل له پکتیا څخه پارلمان ته په لار موندنه کې پاتې راغی.
منګل او عکسونه
ګلاب منګل په دې مرکه کې د یو شمېر شخصیتونو په اړه وپوښتل شو او د هغوی عکسونه ور وښودل شول.
منګل د علي احمد جلالي د عکس په لیدو وویل: هغه یوه ملي پانګه، لوی عالم، لیکوال او استاد دی.
نوموړي زیاته کړه: د جلالي د کورنیو چارو وزارت پر مهال د پکتیکا والي وټاکل شوم، دندې ته زړه نازړه وم، خو جلالي روحیه او ډاډ راکړ، وایې ستولم.
د سندرغاړې نغنې د عکس په لیدو منګل هغه یوه وتلې هنرمنده یاده کړه.
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په اړه یې وویل: هغه یو غوره کادر او کامیاب سفیر و. اوس هم له ملي ګټو کلکه دفاع کوي، شخصي ملګری مې دی او په راتلونکي کې یوه ښه شتمني د هېواد لپاره ده.
د فلسطین د مرحوم مبارز مشر یاسر عرفات په اړه منګل وویل: هغه د نلسن منډیلا معادل یو شخصیت و او افغانستان سره یې ښه مناسبات لرل.
د اسدالله خالد، رمضان بشر دوست، امرالله صالح، یونس قانوني او ایشچي په اړه منګل وویل، چې خالد یې ملګری دی.
د شېرزي د مشهور نوم په اړه یې نظر دا و، چې هغه په بلدوزر مشهور دی.
ټاکنې او منګل
ګلاب منګل د راتلونکو ټاکنو په اړه اندیښمن دی او وایي، چې بحران ته به ووځي.
له دې سره یې وویل، چې اشرف غني ته به پکې رایه ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې منګل په دغه مرکه کې د ننګرهار د ناندریزې دندې په اړه یې ونه پوښتل شو.
هغه په ننګرهار کې په پراخ فساد، بې کفایتۍ او ناکامه مدیریت تورن و، خو دا تورونه یې پخوا رد کړي وو.