د محمد ص ښکلو ویناوو په شمول څو خبرې 

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ليکنه او راټولونه

ـ په سمه لاره تلل همېشه د راحتي سبب کیږي.

ـ د محبت سترګې عیب پټوي، د نفرت او عداوت سترګې بدې په لټه کې وي.

ـ په جنت کې به شپږ شیان نه وي. ۱: مرګ ۲:خوب ۳:حسد ۴: پلیتي ۵: بوډاوالی ۶: ږیره.

ـ په چا کې چې نرمي نه وي، هغه ته د خپل مال نه هم فایده نه رسیږي.

ـ څوک چې پراخه روزي او اوږد عمر غواړي، هغه ته په کار ده چې صله رحمي وکړي.

ـ کومه معده چې یوازې خوراک څخه ډکه وي، په هغې کې حکمت نه وي.

ـ له کتابونو سره مینه لرل د انسان لپاره د ډېرې ښې ملګرتیا زیری دی.

ـ که له تاسره څوک احسان کوي هغه ښکاره کوه.

ـ د مرګ نه پس د توبې او استغفار هیڅ موقع نشته.

ـ د زړه حیات په څلورو شیانو کې دی. علم، رضا، قناعت او زهد.

ـ له مینې خپل مور او پلار ته کتل په عبادت کې حسابیږي. (حضرت محمد ص)

ـ ژوند لنډ او فاني دی خو هنر اوږد او تلپاتې دی. (سقراط)

ـ بربنډتیا، زموږ د عصر ناروغي ده. (چارلي چاپلین)

ـ له پرون نه زده کړه، نن ژوند وکړه او راتلونکې ته هیله من اوسه. (البرت انشتین)

ـ څوک چې څه کولای شي ترسره کوي یې، خو څوک چې یې نه شي، نیوکه کوي. (جورج برنارد شاو)

ـ بې عمله علم لېونتوب دی او بې علمه عمل شونی نه دی. (امام محمد غزالي)

ـ د غوسې دوا خاموشي ده. (سقراط)

ـ تاسو زړه یار ته وسپارئ، خو نه د ساتلو لپاره، ځکه یوازې د ژوند ګرمي کولای شي زړونه وساتي. ( جبران خلیل )

ـ څوک چې پر خپل نفس غالب نه شي پر هیڅ څیز هم نه بریالی کیږي. (زردشت)

ـ ستاسو په منځ کې بد زمامداران شته دي، که څوک یې خبرې تصدیق او په ستمونو کې ورسره مرسته وکړي، زما له امت څخه به نه وي، زه د هغه پیغمبر نه یم. (حضرت محمد ص)

ـ پوهه هغه پانګه ده چې ستمکاران یې لوټلای نشي (جبران خلیل)

  • ګناه په یوه نه یو ډول زړه ناارامه کوي. (حضرت عثمان غني رض)

ـ د چا څخه تمه مه کوه مګر یو د الله ج څخه د چا څخه ډار مه کوه، مګر د خپلې ګناه څخه. (حضرت عثمان غني رض)

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.