ولسمشر غني:که د سولې په راتګ ډاډمن شم، د طالبانو ۷ زره زندانیان خوشي کوم

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ولسمشر غني وایي که ډاډه شي چې د زندانیانو په خوشي کولو هېواد ته سوله راځي نو تیار دی چې د طالبانو اووه زره بندیان خوشي کړي.

نوموړي له شپېګل مجلې سره په تازه مرکه کې ویلي چې یوازینۍ هیله یې په افغانستان کې د سولې تامین او دلته د خلکو د خوښې وړ جمهوري نظام پایښت دی.

دده په خبره هېڅ فشار او هېڅ زور ته به تسلیم نه شي او دا هېواد به هېچا ته هم نه پرېږدي.

هغه یو ځل بیا ویلي چې طالبان د پاکستان له پراخ او هر اړخیز ملاتړ برخمن دي.

د ولسمشر په وینا طالبان په پاکستان کې روزل کېږي، دغه هېواد یې ملاتړ کوي، مالي مرستې ورسره کوي، هلته مرکزونه لري او لا هم پاکستان پر دغه ډله پراخ او هر اړخیز نفوذ لري.

نوموړي تمه ښودلې چې پاکستان په رښتینې توګه له افغان سولې سره همکاري وکړي.

ولسمشر غني یو ځل بیا ویلي چې د طالبانو اووه زره زندانیان به خوشي کوي خو په هغه صورت کې چې د سولې د یوې جامع هوکړې له رامنځ ته کېدو ډاډمن شي.

ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوو تر اوږده ځنډ وروسته په دوحه کې سره لیدلي دي.

د دواړو لورو مطبوعاتي برخو په خپرو کړو ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې شوې دي.

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي ویلي په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې تر اختر وروسته به بین الافغاني مذاکرات بېرته پیلېږي او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره به هڅه کېږي.

طالب لوري هم ویلي چې د دواړو لورو د مذاکراتي پلاوو ترمنځ خبرې شوې دي او ټینګار شوی چې تر اختر وروسته به خبرې او مذاکرات دوام کوي.

دواړو لورو داسې مهال لیدلي چې له اوږدې مودې راهیسې په دوحه کې مذاکرات په ټپه ولاړ وو.

بلخوا په هېواد کې د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان شوی او هڅه کېږي چې دغه اوربند وغځول شي خو طالبانو یې وار له مخه غځول رد کړي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي