په پښېمانې کې پاته کېدل مانا خپل خوبونه او موخې په اوبو لاهو کول

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه

داسې ډېر وګړي شته چې کوم کار چې ونه شي کولای یا یې هم له لاسه ورکړي نو تل د هغه پښېماني ذهن کې ګرځوي، تل د ای کاش کلمه استعمالوي. خو دا کار یا دا کلمه موږ ته ګټه نه رسوي ځکه تېر وخت او تېر کارونه هیڅکله موږ بیرته نشو ګرځولی، نو ښه دا ده چې راتلونکې په هکله فکر وکړو.

کله چې یو کار مو تر وسه نه وي پوره هغه پرېږدئ، د کومې پرېکړې لپاره چې میاشتې او کلونه مخکې مو نیولې او اوس پښېمانه یاست، خو نشې کولای کوم څه ترسره کړې نو هغه پرېږده.

هیڅکله خپل ځان له کچې څخه ډېر داسې مه کوه چې ټیټ کړې او نورو ته سختې ووایې، ټول په دې باور دي چې د نورو بخښل نسبت و خپل ځان ته اسانه دي دا په دې مانا چې خپل ځان ډېر مه ملامت کوه، باید له خپله ځان سره مهربانه اوسو.

له غلطیو څخه باید زده کړه وکړو، پښېمانتیا په اسانۍ سره ستاسې خوبونه او خیالونه لمنځه وړي، نو د پښېمانۍ پر ځای د غلطیو دلیل مو باید پیدا کړو او له هغه څخه درس واخلو.

خپل ځان ته د لیک په لیکلو سره منفي احساسات خپل ذهن کې کم کړئ، ښایي په تېر وخت کې مو داسې څه ترسره کړي وي چې ورباندې نه ویاړئ، دا کارونه امکان لري تاسو ته ډار پیدا کړي. نو د لیکلو سره کولای شئ د هغه منفي بار له ذهن څخه مو لمنځه یوسئ.

تېر وخت مه هېروئ، نه یې وبخښئ او نه هم ورنه تېر شئ. ته باید له هغه پېښو څخه لوی اوسې کوم چې په ژوند کې ورسره مخ شوی/ې یې، کوم څه چې تېر شي ستاسې په اوسني ژوند کې لږ دخالت کوي، دا په یاد ولرئ چې تېرې پېښې زموږ د پرمختګ سبب کیږي.

د تېر وخت ښایست دا دی چې تېر دي، د اوس ښایست د هغه پېژندل دي، د راتلونکې پېژندل دا دي چې وګورو چېرته ځي.

د یو ناسم انتخاب لپاره د دې پر ځای چې زر ځله مقابل طرف وبخښې، یو ځل خپل ځان وبخښه او ختم یې کړه.

یوازې هغه وخت تېر وخت ته مخه وکړې کله چې د همدا اوس مهال سره مو اړیکه ولري، کنه هیڅکله ذهن ته مه راولئ.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.