څېړونکو د بې خوبۍ او چاغښت ترمنځ اړیکه کشف کړه

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: نسیمه محمدي
امریکايي څېړونکو په چینجیو تازه ترسره شوې څېړنه کې د کمخوبۍ او چاغښت اړیکه تایید کړه.
د مډیکل اکسپرېس په حواله، ډېرو څېړنو ښودلې د خوب کمزوری کیفیت د اشتها په ګډوډۍ او د زیاتې کالورۍ مصرف د ترغیب سره د وزن زیاتېدو ګواښ ډېر کړی.
خو د پنسلوانیا (UPenn) او نواډا در رینو (UNR) پوهنتونو نوې څېړنې ښیي، چې د خوب کموالی د وزن د زیاتوالي نه، بلکې زیات وزن د کم خوبۍ لامل کېدای شي. څېړونکي پر الګانس چینجي د تازه څېړنو وروسته دې پایلې ته رسېدلي دي.
ډاکټر«ډېوېډ ریزن» (David Raizen) د پنسلوانیا پوهنتون د عصبي علومو استاد او د څېړنې غړي وویل: “موږ باور لرو کله چې د بدن انرژي کمښت مومي، خوب، د بدن د انرژۍ د ذخیره کولو چاره ده. زموږ موندنې ښيي چې د ورځې په اوږدو کې د کار زیات سرعت، ممکن د خوبجنتیا سبب شي، ځکه ذخیره شوې انرژي ختمېږي.
د ریزن په وینا د څېړنې پایلې حتماً د انسان په اړه صدق نه کوي، خو د الګانس چینجي په تي لرونکو حیواناتو کې د څېړنې لپاره ښې نمونې دي. د نورو ژویو په څېر دا چینجي د عصبي سیستم په درلودلو سره خوب ته اړتیا لري، خو د انسانانو اپوټه چې پېچلی عصبي سیسټم یې د څېړنې ځنډ ګرځي، الګانس چینجي یوازې ۳۰۲ نیورونه لري او څېړونکي یو له دې څخه په قطعي توګه د خوب تنظیموونکی نوموي.
په انسانانو کې د خوب اختلال د اشتها د زیاتېدو او انسولیني مقاومت لامل ګرځي، نو هغوی چې شپنی خوب یې له شپږ ساعتونو کم دی، د چاغوالي او شکر سره ډېر لاس او ګرېوان دي.
همدارنګه څېړنې ښيي په انسانانو، موږکانو، د مېوې په مچانو او چینجیو کې ناسمه تغذیه، خوب اغېزمنوي. د څېړنو پایلې ښيي د ښې تغذیې سره ممکن خوب تنظیم کړو، خو د هغو چارو کړنه چې خوب او خوړو سره مرسته کوي، لا څرګند نه دی.
د نواډا پوهنتون د چاپیریال پېژندنې استاد او د څېړنیز ټیم غړي ډاکټر «الکسانډر ون ډر لینډن» (Alexander van der Linden) وويل: “موخه مو دا وه پوه شو په اصل کې خوب څه کار تر سره کوي. لنډ خوب د مزمنو ناروغیو لکه ډیابټ سره اړیکه لري، خو دا یوازې اړیکه نه ده، ځکه دا موضوع لا روښانه نه ده، چې کم خوب د چاغوالي سبب ګرځي یا زیات وزن د لنډ خوب.
څېړونکو د الګانس چینجي د بدن میتابولیزم او خوب، د جنېټیکي اصلاح لاندې ونیول، چې د خوب مسوول نیورون کنټرول کړي. په دې آزمایښت کې الګانس چینجي وکولای شول، خواړه وخوري، سا واخلي او تکثر وکړي، خو د ویده کېدو وړتیا یې له لاسه ورکړه.
څېړونکو د موخې وړ نیورون په نا فعاله کولو سره ترلاسه کړه، د «آدنوذین تري فاسفېت» (ATP) چې د انرژۍ لېږدونکی عامل دی، کموي. ریزن زیاته کړه: خوب، د انرژۍ د ذخېرې لپاره یوه هڅه ده، نو طبیعتاً د انرژۍ له لاسه ورکولو عامل نه دی.
ون ډر لینډن او ډلې یې په مخکنۍ څېړنه کې، د KIN-29 په نامه جِن په الګانس چینجي کې وڅېړه. دا جِن د انسان SIK-3  جِن ته ورته دی، چې د خوب د فشار اړوند زېګنالونه لېږدوي. کله چې څېړونکو KIN-29 جِن نا فعال کړ، چې چینجي د ویده کېدو وړتیا له لاسه ورکړي، د چینجیو وازده زیاته شوه، چې په انسانانو کې د وزن زیاتېدو ته ورته وو.
ریزن وویل: “ممکن دا څېړنه په چاغو وګړو کې د خوب د اختلاطاتو یو لامل تشریح کړي. شاید د دې موضوع لامل، د وازدې د ذخایرو او مغزي حجرو چې خوب کنټرولوي، د زېګنال ورکولو ستونزه وي.
دا څېړنه په PLOS Biology مجله کې چاپ شوې ده.