د بایډن د لوړې په مراسمو کې د بریدونو ګواښ؛ شا او خوا یې ګرځندیز ولګید

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د بایډن د لوړې په مراسمو کې په واشنګټن کې د بریدونو او تاوتریخوالي خطر موجود دی.
د تحقیقاتو فدرالي ادارې (ایف بي آی) خبرداری ورکړی، چې په حکومتي دفترونو او ودانیو بریدونه ممکن د جنوري ۱۶ او ۲۰ ترمنځ ترسره شي.
د FBI په وینا، د بایډن د لوړې پرمهال د متحده ایالاتو په ټولو ۵۰ ایالتونو کې پر حکومتي دفترونو او ودانیو د بریدونو خطره ده.
د FBI د خبرداري په تعقیب، په څو ایالتونو کې د امنیت لپاره ۲۰،۰۰۰ ملي ساتونکي د قانون او نظم/ امنیت ساتلو لپاره ګمارل شوي، پداسې حال کې چې د سیاسي مشرانو امنیت سخت شوی.
دا په داسې حالات کې ده، چې په پلازمینه ، واشنګټن کې ګرځبندیز دی، چې له امله یې په ښار کې ډیری سړکونه بند شوي، او همدا رنګه په مرکزي واشنګټن کې هم د هوټلونو بندیدو لامل شوی.
Biden plans to use massive 1893 family Bible for swearing-in - Business  Insider
د کیپیټل هیل په شاوخوا کې سوداګرۍ ، د میټرو سټیشنونه، پارکونه او نور ځایونه د جنوري له ۱۵-۲۱ پورې تړل شوي، سرتیري د کیپټل هیل ودانۍ دننه او بهر ځای په ځای شوي، چې ودانۍ یې د متحده ایالاتو عالي محکمې او د کانګریس کتابتون څخه جلا کړی.
چارواکو اتباعو ته لارښوونه کړي، چې د بایډن په افتتاح کې په کور کې پاتې شي.
امنیتي چارواکو د ښې لورې ډلې لخوا د بریدونو ویره څرګنده کړي.
امریکايي رسنۍ ادعا کوي، چې یوه وسله واله ډله غواړي چې د شنبې په ورځ واشنګټن ته راشي.
له بلې خوا، د متحده ایالاتو مرستیال “مایک پینس” د فدرالي بیړني مدیریت ادارې څخه لیدنه وکړه؛ چیرې چې هغه د لوړې په مراسمو کې د امنیت په اړه معلومات ورکول شوي.