راپور: مهر تاج
په لسګونو زره د “بیلاروس” اوسیدونکي دا دریمه اونۍ ده، چې د پلازمینې “مینسک ” لارو کوڅو ته راوځي او لاریونونه کوي.
لاریون کوونکي د ولسمشر “الکساندر لوکاشینکو ” نه د واک د پرېښودو غوښتنه کوي.
پولیسو د مینسک ښار ټولي هغه لارې کوڅې تړلي دي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په لور غځیدلي دي، تر څو لاریون کوونکي د ولسمشرۍ ماڼۍ په لوري حرکت یا ښؤځون ونه شي کړای.
خو لاریون کوونکي د رپنده سپینو او سرو بیرغونو سره د پولیسو پر وړاندي په کلکه ولاړ دي.
د بلاروس کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې یې ١٤٠ تنه د لاریون په تور نیولي دي.
د bbc خبریال د مینسک نه په یوۀ راپور کې ویلي: په ښار کې ګڼ شمیر پولیس لیدل کیږي، او ځیني لاریون کوونکي په سرک غځیدلي دي، تر څو د پولیسو د وسایطو د تګ راتګ مخنیوي وکړي.
په ورته وخت کې د “برست” او “ګوردونا” ښارونو نه هم د لاریونونو خبرونه خپرېږي.
په بلا روس کې د نهم٩ د حود ولسمشریزو ټاکنو څخه وروسته د لاریونونو لړۍ پیل شوي ده، چې د وخت په تیریردو سره دا لړۍ اوږده او پراخېږي.
حکومت ولسمشر “الکساندر لوکاشینکو” په ټاکنو کې بریالی اعلان کړ، خو مخالیفینو یادي پایلي غلطي بللي او لوکاشینکو يې په درغلیو تورن کړئ.
ښاغلي الکساندر لوکاشینکو د ٢٦ کالو را په دیخوا د بلا روس د ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي، نوموړی وايي، چې په ټاکنو کې هېڅ ډول درغلي نده شوي، ځان بریالی بولي، او ټینګار کوي چې له واکه به هم لاس وانخلي.
“سوتلانا تیخانوسکایا” د سیالي ډلې مشري پر غاړه لري او د ټاکنو وروسته د حکومت لخوا ونیوله شوه،
خو د آزادېدو سره سمه ” لیتواني” ته لاړه او د هغه ځایه یې خلک لاریونونو ته راوبلل او اوس مهال هم لاریونونه برابر او رهبري کوي.