افغانستان انتخابات سوله سیاست

« افغان ستوری» سټډیو او افغان شیک پوش ؛ د ډاکټرعبدالله مناظره کې مې څه ولیدل؟

لیکنه: ارشاد رغاند 

طلوع نیوز ته مې دا ځل ورتګ د معمول برعکس و؛ تر بل هر ځل کلک امنیتي تدابیر، د رسمي هرکلي په دود بل چا ته پر غوړولي سور فرش مزل، تر اصلي پروګرام دوه ساعته مخکې حاضري او په لومړي ځل یې په یوه مناظره کې، هغه هم د هېواد له نېمه ولسمشر سره مخامخ لیدل!

دا ځل د حکومت اجرایه ریس او ولسمشریز نوماند ډاکټر عبدالله د طلوع نیوز د یوې ځانګړې خپرونې مېلمه و.

زه د مدني ټولنو له ادرسه دغې مناظرې ته بلل شوی وم. نور مېلمانه هم تر سلو شاوخوا رسیدل. د پوهنتونونو استادان، سیاسي فعالان، د ولسي جرګې او مدني ټولنو غړي، د ډاکټر عبدالله یو شمېر پلویان او مخالفین ټول په مناظره کې لیدل کیدل.

د طلوع نیوز یوه دفتر ته، چې خوړنځی یې پکې دی، رهنمایي شوو.

د هلمند د سولې ولسي حرکت یو غړی راسره د یوه مېز شاته ناست و، چې د کابل پوهنتون استاد اسد وحیدي راغی.

د سولې په روانو هڅو او د هغه د یوه مشرسیاستوال ملګري عبدالکریم خرم پر تازه کتاب ورسره غږیدم، چې د بحث کوربه لطف الله نجفي زاده د ډوډۍ سالون ته راغی.

ټولو ګډونوالو سره یې یوـ یو ستړي مه شي کوله.

ما لومړی ځل و، چې نیږدې نه لیده، خو جالبه وه چې له راغاړې وتو سره یې په دري راته وویل: پوهیږې! داسې احساس کوم لکه د واده هلک چې یم، خو زه د واده هلک نه یم، هغه لا نه دی راغلی.

استاد وحیدي ورته کړل: کومسې جرابې دې اغوستي؟

په خندا یې خپلې جرابې را وښودې، بیا سرې وې، ما لږ وروسته پر خپل فیسبوک ولیکل، چې سړي بیا سرې جرابې اغوستي.

( نجفي زاده یوه اونۍ مخکې له ولسمشر غني سره د مرکې پر وخت هم سرې جرابې اغوستې وې، چې د ځینو توندو پوښتنو په غبرګون کې یې د هغه یو شمېر پلویانو د ټولنیزو رسنیو له لارې پر سرو جرابو ټوکې ـ ټکالې وکړې).

نور ګډونوال هم په رار سیدو وو: د ولسي جرګې غړی استاد کریاب، د څارنوالۍ پخوانی ویاند عزیزي، د اجرایه ریس سلاکار حاجي حکمت ساپی او نورو دوستانو سره مو ستړي مه شي وکړه.

نور مطرح او نامطرح خلک هم لیدل کیدل.

ډوډۍ تیاره شوه، د عبدالله ټاکنیز ویاند او زما پخواني دوست فریدون خوځون یې د راوړو ست وکړ، مننه مې وکړه او خپله پسې لاړم.

ډوډۍ نه وروسته د مناظرې تالار ته لاړو، تقریباً ټولې څوکۍ ډکې وې، له اخرې خوا په دویم کتار کې له استاد وحیدي سره کېناستم.

د افغان ستوري سټډیو

مناظرې ته نیم ساعت پاتې و، چې مخته وړونکي یې لطف الله نجفي زاده مایک په لاس کې ونیوه او ګډونوالو ته یې د بحث په تړاو توضیحات ورکړل.

ویل یې: دلته چې را ټول یوو، دا د افغان ستوري هنري خپرونې سټډیو ده، تېره اونۍ دلته ولسمشر غني زموږ مېلمه و!

هغه له ښاغلي حکمتیار سره هم د خپلې مناظرې یادونه وکړه، چې همدلته وه او د پيل پر وخت یې ورته د افغان ستوري سټډیو معرفي کړې وه.

نجفي زاده د تېر بحث په اړه ناراضه معلومیده، ویل یې: له دې سره چې بحث ډېر مهم ټکي لرل، خو خلکو هغه ټکي دومره بحث نه کړل.

ګډونوالو نه چا ور غږ کړل، چې چک چکې به کوو کنه؟

البته دا د ښاغلي عبدالله پلویان ښکاریدل. نجفي زاده په تېر بحث کې هم له بې مورده چک چکو شکایت وکړ او ویې ویل: یو درې ـ څلور ځلې یې د ضرورت مطابق وکړئ، خو که زیاتې او بې مورده مو کړې، پوښتنې به سختې شي.

د بحث سمبالګر د بحث پر محتویاتو او پوښتنو هم لنډ وغږیده او بیا یې د اجرایه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي ته په ټوکو ور غږ کړل: ما ټوکې وکړې، دا پوښتنې مسیج نه کړې، دا نه کومه!

خندنی حضور

ښاغلی عبدالله راغی، چک ـ چکې شوې، ټول یې په احترام ودریدو، هغه کېناست او نجفي زاده په ټوکو یاده کړه: درې ځلې چک ـ چکې مو پاتې شوې.

عبدالله ورته په خندا وویل: ((مشکل شما چیست؟))

اشاره یې د ولسمشر غني تېرې مناظرې ته وه، چې هغه د خبریال یوې سختې پوښتنې ته  په ځواب کې همداسې ویلي و.

استاد وحیدي ته مې کړل: سړی بحث په ټوکو او ګپ تېروي.

هغه هم تایید کړه او راته کړل یې: افسوس، چې برخلیک مو داسې خلکو ته پاتې او موږ داسې خلکو ته ناست یوو!

عبدالله موسکی و، خو موسکا او خندا یې تر طبیعي ډېره مصنوعي ښکاریده.

طلوع نیوز غوندې رسنۍ سره مناظره، هغه هم د یوه ناندریز حکومت د شریکوال په توګه یوازې ده ته نه؛ هر چا ته سخته ښکاري او رواني اغېزې ورباندې کوي.

څه د ګرمۍ، څه د ګڼې ګوڼې او څه به نورې اغېزې وې، چې ښاغلی مېلمه یې خوله کړی و.

په کاغذي دستمال یې تندی وچ کړ، بحث له دې پوښتنې سره پيل شو، چې نن د ملي یووالي حکومت اجرایه ریس مېلمه دی.

خو دا حکومت ریښتیا د ملي یووالي ممثل دی، که یو تپل شوی چوکاټ اوعبدالله د قدرت شریک که مزاحم دی؟

سوله که ټاکنې؟

د سولې او ټاکنو موضوع په درېیو برخو د وېشل شوي بحث لومړۍ موضوع وه.

په دې برخه کې عبدالله له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو پيل اړین او مهم وبلل، ورته خوشبینه و، ویل د کوم بد خبر انتظار نه ورڅخه لري.

هغه کابل ته د امریکایي استازي خلیلزاد راتګ او مجلس ته منتظر و، چې د مذاکراتو وروستۍ پایلې ورسره شریکې کړې، خو ویل یې له کلیاتو یې خبر او ورته خوشاله دی.

عبدالله اوبه له ورخه تېرې ګڼلې، کنه په وینا یې په دې ډول هم د امریکا اوطالبانو مذاکرات نه وو په کار.

دا افغان چارواکی د امریکا رول او تعهد ته د سولې په اړه خوښ و او ویل یې، چې امریکایانو د سرتېرو د مسولانه ویستو او سولې ته د صادقانه کار ډاډ ورکړی.

د ټاکنو په اړه هم خوشبینه و، ویل: دا ځل مو د احتمالي درغلیو مخنیوي ته کافي تدابیر نیولي او کمیسون هم د سم کار ژمنه ورکړې.

د سولې لپاره د اوسني حکومت د واک غځولو مخالفت یې وکړ او ویې ویل: ټاکنې باید پر خپل وخت وشي.

له دې سره یې پر ولسمشر غني نیوکه وه، چې ګواکې سوله د خپل واک د دوام لپاره نه غواړي، چې راشي.

د بدو خاطرو حکومت

عبدالله د ۲۰۱۴ ټاکنو په اړه هم وپوښتل شو، هغه یې بده خاطره وګڼله او ویې ویل: که سمې ټاکنې شوې وای، اوله مناظره به مو هغه اول سړي سره نه( اشاره یې اشرف غني ته وه) ماسره به وه.

هغه د ملي یووالي حکومت جوړیدل یوه اړتیا وګڼله او ویې ویل د افغانستان د ټوټه کیدو د مخنیوي لپاره دوی له بهرني فشار پرته هم داسې حکومت جوړولو ته تیار ول.

عبدالله د دغه حکومت د جوړیدو د هوکړه لیک د نه عملي کیدو پړه پر ولسمشر غني او تر یوه حده پر نړیوالې ټولنې واچوله.

ویل یې، په دې اړه یې تل ولسمشر سره بحثونه کړي، د تومانچې په زور یې خو پرې نه شو منلی!

ډاکټر عبدالله ته یوازې یو عکس وښودل شو، چې د ده په مشرۍ د وزیرانو شورا ۳۰ کسیزې غونډې ته یوازې ۹ وزیران راغلي وو.

دلیل یې وپوښتل شو، چې ولې وزیرانو دومره کم ارزښته ګڼلی، خو ده د مالیې پر وزیرانو له نیوکې سره وویل، چې نور ډېر وزیران یې غونډو ته تلل او ده هم ښې کاري اړیکې ورسره لرلې.

له هېواده بهر استوګنه

د بحث دویمه برخه جدي شوه، ویې پوښت: کورنۍ دې ولې هند کې اوسي؟

عبدالله د ۲۰ کلونو مخکې کیسه پیل کړه، ویل پنجشېر کې اوسیده، چې مېرمنه یې حامله وه او باید بهر ته یې بیولې وای.

ویل یې، کورنۍ یې هند ته یوړه، بیا هملته د ماشومانو زده کړې، ژوند او اشنایي شوه، ده هم بیرته رانه وړل.

خبریال وپوښت، چې که ولسمشري وګټي، کډه به راوړي؟

د عبدالله ځواب بیا هم (هو) نه و، ویل یې: خلک د ګیلې حق لري، بیا به پر دې وغږیږو، چې څنګه کیږي.

خبریال ورته کړل، چې ده ته هم دا پوښتنه یا ګیله خلکو ورکړې، چې هغه نه یې وپوښتي، خو مېلمه اوتر او بې ځوابه پاتې شو.

الکترونیکي تذکره او ملي هویت

په ولسي جرګه کې د کونړ استازي استاد نعمت الله کریاب، چې پخوا مشهور او کم ساری خبریال و، په لنډ وخت کې څو پوښتنې د تالار له منځه ور کتار کړې:

ـ الکترونیکي تذکره دې اخیستې؟

ـ د خپلواکۍ په جشن کې ولې نه وې، د امان الله خان په اړه څه نظر لرې؟

ـ په ټاکنیز ټیم کې دې له احدي صیب پرته نور پښتانه نشته، ولې یې ځای تش دی؟

عبدالله ویل پر افغانیت او اسلامیت یې ویاړي، د الکترونیکي تذکرو د وېش پر مدیریت ناراضه و او په همدې یې نه دی اخیستی.

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په جشن کې نه ګډون یې د غني په ګټه د مراسمو ترسره کیدل او ده سره یې د اجنډا نه شریکیدل یاد کړل.

په ټیم کې یې د پښتنو د کم رنګه حضور په اړه وویل: موږ پر ملي وحدت باور لرو، زه به اجرایه ریاست ته (وعده یې احدي سره شوې) پراخ صلاحیتونه ورکړم.

د افغانیت په اړه د ښاغلي عبدالله خبره جالبه او متضاده وه. ویل یې: په اساسي قانون کې د ذکر په اړه یې چا اعتراض ونه کړ، خو په تذکرو کې د یادونې په تړاو یې سیاسي ګوندونو او خلکو سره بحث نه و شوی، ځکه جنجال جوړ شو.

دا خبره عجیبه ځکه وه، چې په اساسي قانون کې د ذکر شوي حکم بیا بحث کول کوم منطق لري؟

شیک پوش سیاستوال

بله جالبه او ناندریزه برخه د ډاکټر عبدالله پر شیک پوشۍ بحث و.

خبریال یې لندن ته د څو میاشتې مخکې سفر د رسنیزې شوې ویډیو یادونه وکړه. په دغه ویډیو کې ښاغلی عبدالله د کورنۍ یو شمېر غړو سره له یوه ستر او قیمتي پلورنځي څخه د راوتو په حال کې ښکاري.

د دوی په لاس د دغه پلورنځي کڅوړې وې.

خبریال وویل: نن مې د زیلي په نوم د دې پلورنځي وېب پاڼه ولیده، یو یخن قاق یې په ۷۰۸ ډالرو او یو جمپر په څه باندې ۱۰ زره ډالره دی، تا څه واخیستل، په کومو پیسو؟

عبدالله د ځواب ویلو پرځای د بحث بدلولو او تېښې کوشش وکړ. ویل یې: زما کور کې داسې لباسونه شته، چې ۲۵ کاله مخکې مې اخیستي، اوس یې هم اغوندم، ما هغه پلورنځي نه څه نه دي اخیستي، که اخیستي مې هم وي د خلکو له مالیو مې ورته پیسې نه دي غلا کړي( د عبدالله کنایوي تور پر ولسمشر غني و، چې ګوندې هغه داسې غلاوې کړي).

خبریال ورته کړل، چې زما ځواب راکړه، که څه دې نه وي اخیستي، نو پاکټ اخیستو پسې تلی وې او که اخیستي دې وي، د کوم تجارت یا بل عاید په پیسو؟

عبدالله خبره په ټوکو بلې خوا ته یوړه او خبریال ته یې کړل: اوس زما د لباسونو پرځای ستا د جرابو په اړه بحثونه ګرم دي.

خبریال ویل: زما جرابې په سل افغانیو شوي.

د تالار له اول کتاره د عبدالله یوې ښځینه پلوۍ ورغږ کړل: په منډوي کې جرابې په لس افغانیو دي.

خبریال ورته کړل: بل ځل به هملته پسې لاړشم!

مېلمه بحث بدلوه، خو کوربه پریښودونکی نه و. ورته یې ویل: ۵۷ سلنه خلک د فقر کرښې لاندې ژوند کوي، تاسې سره په داسې حالت کې داسې شیک پوشي لازمه ده؟

عبدالله ویل: زه د فقر کمولو په نورو کوششونو اخته یم، زما ټول لباسونه که لیلام شي، د یوې فقیرې کورنۍ د یو کال خرڅ نه برابروي.

د دوستم قضیه

عبدالله د ولسمشر غني د مخکیني متحد او اوسني مخالف جنرال دوستم په اړه هم وپوښتل شو.

دوستم اوس د عبدالله ملاتړی دی او د خپل دفتر ریس یې د عبدالله اول معاونیت ته ورکړی.

خبریال د احمد ایشچي قضیه یاده کړه، چې دوستم ورسره په جنسي ځورونه تورن دی.

عبدالله ویل: هغه یوه دسیسه او سلیقوي چلند و، جنرال دوستم کومه قضیه نه لري.

ده پر غني نیوکه وکړه، چې قیصاري او ځینې نور یې اول په بې قانونیو تورن کړل، خو چې بیرته یې ملاتړي شول، له تورونو یې پاک او ونازول.

نور بحثونه

عبدالله ومنله، چې عطا محمد نور او نورو متحدینو ته یې د ملي یووالي په حکومت کې سمه پاملرنه نه ده کړې.

هغه ولسمشر غني د ده له اړخه معرفي کیدونکو وزیرانو سره په کمپایني چلند تورن کړ.

په دې برخه کې یې د سرحدونو او قبایلو وزیر ګل آغا شېرزی یاد کړ. ویل یې: ما ورته یو وخت وظیفه غوښته، غني هغه د بیارغونې د پیسو په چور او فساد تورنوه، خو چې شېرزی رانه خپه شو، دوی زما له ۵ سلنې برخې څخه د قبایلو وزارت ورکړ.

عبدالله اوس هم ځان د جمیعت ګوند اړوند او د همدغه ګوند کاندید یاد کړ.

د راتلونکي حکومت د احتمالاتو په اړه یې وویل، چې دی به ګټونکی وي او غني سره به د شراکت هیڅ ډول نه تکراروي.

د ټرمپ هغې خبرې ته د نه غبرګون په اړه وپوښتل شو، چې د افغانستان د نابودۍ په اړه یې کړې وه.

عبدالله ویل: امریکا عملاً موږ سره مرستې کوي، ما ځکه په دې اړه څه ونه ویل.

هغه امریکا ته د ځان نیږدې کولو په نیت وویل: هغه ورځ هم دغه هېواد ۱۲۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه، ما نه غیر هیچا ورڅخه مننه ونه کړه.

د خپلو اقتصادي پروګرامونو په اړه يې وویل، چې کار لاندې دي او زر به یې خلکو ته په چاپي بڼه وړاندې کړي.

خو یو مشخص ټکی یې هم په دې اړه ونه ویل، چې دا پروګرامونه به پر کومو برخو متمرکزې وي.

عبدالله دلته هم پر ولسمشر غني نیوکه وکړه، چې خصوصي سکتور یې کمزوری کړی او مالیه یې پرې زیاته کړې ده.

نوره فضا څنګه وه؟

په مناظره کې د ګډونوالو قومي او سیاسي تعادل چندان برابر نه و.

استاد کریاب، د پکتیکا یو پارلماني وکیل، استاد وحیدي، د مالیې وزارت پخوانی ویاند عبدالقادر جیلاني، د څارنوالۍ پخوانی ویاند عزیزي، زه(ارشاد رغاند)  او محدود څو تنه نور داسې ښکاریدل، چې ښاغلي عبدالله ته متمایله نه دي.

یوه پښتنه نجلۍ چې چاویل شکریه نومیږي او د ولسمشر غني د احتمالي ملاتړې په نوم بحث ته راوړل شوې او د پوښتنې وخت هم ورکړل شو، عبدالله نه یې د اقتصادي پروګرامونو په اړه کلیشه یي پوښتنه وکړه.

د مناظرې له ختمیدو سره یې له څووم کتاره ځان عبدالله ته ورسوه او عکسونه یې ورسره واخیستل.

له دې سره د مناظرې فضا او د کوربنو بې طرفي له شک پرته، چې موجوده او د ستاینې وړ وه.

د مناظرې د وقفو پر وخت ایرکنډیشنې فعالیدې، چې د ګرمۍ ځپلي تالار هوا بدله کړي.

ډاکټر عبدالله، چې په هره موضوع کې یې په ناخود اګاه ډول ولسمشر غني ته د نیوکې هڅه کوله، یو ځل خبریال ته کړل: تېر ځل( د ولسمشر غني د مناظرې پر وخت) هم همداسې ګرمي وه!

زما لومړی ځل و، چې د طلوع نیوز په یوه مناظره کې مې ګډون وکړ او خوشاله شوم، چې هېواد مې دومره رسنیز پرمختګ کړی.

زما پوښتنه څه وه؟

ما هم څو ځله د پوښتنې لپاره لاس پورته کړ، خو وار را ونه رسیده.

که رسیدای، ما به ښاغلی عبدالله پوښته چې د جمیعت غوندې د ماضي په جنجالونو کې د یوه لتاړ ګوند د کاندید په حیث به څنګه ثبات او همپالنه تضمین کړي؟

ثبات د قانون له واکمنۍ او همپالنه پر سیاسي مشارکت له واقعي باورمندۍ پرته نه راځي.

که وایي قانون پلی کوي، نو د تنظیمي جنګونو له عاملانو، جنګي جنایتونو او نورو مسئلو سره به یې چلند څه وي؟

د ځمکو غاصبین، زورواکان او مفسدین به پالي، که قانون پرې پلی کوي؟

همپالنه به څنګه ممکنه وي، د ده په ټیم کې را ټول اکثره خلک د جبل السراج معاهدې اړخونه او وارثین دي، دوی به څنګه خپلو کې یو بل وپالي، ملت او مخالف اړخونه خو یې لا پریږده!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.