کابل کې د کاغذي تذکرو ویش بند شو؛ هر څوک باید برښنايي هغه واخلي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان د احصایي او معلوماتو دفتر اعلان کړی، چې په کابل کې د کاغذي پېژند پاڼو یا تذکرو ویش بند شوی، او په پلازمینه کابل کې میشت افغان اتباع اړ دي، چې د بریښنایي تذکرو کارتونه ترلاسه کړي.

نوموړي ادارې يو بيان خپور کړى دى، چې د کابل ښاریانو څخه یې غوښتي:

“د کاغذي تذکرو پر ځای الیکترونیکي پېژند پاڼې واخلئ” ترڅو “غوره خدمات وړاندې کړی شو او موازي خدمات، ګډوډي او د مراجعینو د وخت ضایع کیدو مخه ونيول شي.”

د یادي څانګې په وینا، ټول خدمتونه لکه د نوي پيژند پاڼې ویش، د عمر اصلاح یا سمون، د نوم بدلون، د نوم اصلاح، د مدني وضعیت بدلون، دندې بدلون، د پتې بدلون، د عکس بدولون، د پولیسو فورمه، د پيژند پاڼې لغوه کول، يا د سره ثبتول، وروستی نوم ( تخلص) بدلول. دا ټولې چارې به سر له دوشنبې د مارچ د نهمې څخه په نوي برېښنايي توګه وړاندي کېږي. کابل ښاریان نور اړ ندي، چې خپلې زړې کاغذي تذکرې واخلي او يا هم اصلاح کړي.

داسې ښکاري چې په افغانستان کې کاغذي تذکرو يا پېژندپاڼو ته نور په ټول هېواد کې اړتیا نه ليدل کېږي، نه یې هم اصلاح ته کوم ضرورت شته. او ډير ژر به ددغو تذکرو ځای نوي برښنایې تذکري يا پيژند پاڼې ونيسي.