کریمي: ۱۳۸ پرمختیایي پروژې د ارغنداب وېجاړې شوې زېربناء بیا رغولو ته ځانګړې شوې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

راپور

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې ۱۵۸ پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، چې له ډلې یې ۱۳۸ پرمختیایي پروژې یوازې د کندهار په ارغنداب کې د وېجاړې شوې زېربناء بیا رغولو ته ځانکړې شوې دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي رسنیز کنفرانس ته وویل، د کندهار په سفر کې د هېواد جمهور رئیس ځانکړې سپارښتنه وه، چې د یاد ولایت په  ارغنداب ولسوالۍ  کې وېجاړه شوې زېربناء باید ژر تر ژر ورغول شي او د جمهور رییس تمرکز په دې و، چې د کرنیزو ځمکو د اوبو کولو کانالونو جوړلو لومړیتوب دی.

د کلیوبیارغونې او پراختیا وزیر وویل:

 د هېواد جمهور ريیس د سپارښتنو او د کندهار د خلکو سره د ژمنو  پوره کولو په برخه یاد وزارت د   ۱۳۸ پرمختیایي پروژو چارې پیلوي. د دې پروژو ارزښت د ۸۱۰ ميلیونه افغانیو څخه ډېر دي. په دې ۱۳۸ پرمختیایي پروژو کې ۱۳۳ پروژې د اسیا پرمختیایي بانک او ۵ نورې پروژې د ملي بودیجې څخه تمویل شوې دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، چې د دې کانالونو  جوړولو به د انارو د حاصلاتو په برخه کې ډېر ګټور وي.

No description available.

د یادونې وړ ده، چې ۲۰ نورو پرمختیایي پروژې د ۲۰۰ ميلیونه ډالرو په ارزښت د هېواد په نهه ولایتونو کې ( بادغیس، فراه، غزني، جوزجان، کنړ، نورستان، ننګرهارو تخار او زابل کې پلي کېږي.

په دې پروژو کې د اوبه خور کانالونه،  بولدروال دیوالونه، کارېزونه او د سولر سیستمونو جوړول دي، چې په کاري بهیر کې به یې ۴۸۸ زره کاري ورځې او ۵۳۴ زره کسان به ترې ګټه اخلي.

وروسته له هغه چې د کندهار په ارغنداب کې وسله والو طالبانو حمله وکړه او وروسته د حکومتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې طالبان وویستل شول، د ارغنداب ټولې سیمې ویجاړې شوي، ماینونه په کې کرل شول. خلک شکایت کوي چې دې جګړې سخت زیانمن کړي دي. ولسمشر غني کندهار ته د سفر پرمهال ویلي ول چې ارغنداب ته به ډیره توجه واړوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.