د نورو په اړه قضاوت کول څنګه دي او کوم ډول قضاوت باید ونه کړو؟

ژباړه: حماد هلال

که لازمه وي، چې قضاوت وکړې دهغه څه په اړه قضاوت وکړه چې ستا اړوند وي، کله چې ستا اړوند نه وي او ته قضاوت کوې که سم یې وکړې، خو کار دې د نورو په کارونو کې لاسوهنه ده، که غلط یې وکړې د دې غلط قضاوت بار هم ستا په غاړه شو.

دا چې موږ پوهېږو د نورو ویناو او کړنو په اړه زموږ قضاوت له بدو او رنځوونکو کړنو څخه دی، خو ډېری کله په پوهېدلی یا نا پوهېدلي ډول ولې موږ په دې ګناه اخته کېږو؟ په داسې وخت کې که موږ هر یو په کامل ډول خپل ځان وپېژنو، د خپلو ناسمو قضاوتونو اغېز د نورو په ژوند وګورو او دا ټکی درک کړو چې ممکن زموږ ناسم قضاوت د یو چا  د ژوند لوری بدل کړي، نو په قطعي ډول باید په قضاوت کې له تېزۍ کار وانخلو، ډېری وختونه ځان له قضاوت کولو وساتو او دا مهم کار مسؤلیت لرونکو اشخاصو ته وسپارو.

قضاوت د دوه نفرو ترمنځ د لوبڅارۍ یا د دوه موضوعاتو په منځ کې انتخاب یا د متفاوتو حل لارو له منځه دیوې حل لارې انتخابول د یو شخص یا ټولنې په منځ کې دي. په معمول ډول قضاوت د هغه شخص پوهاوی د فرهنګ په هکله، د بحث موضوع، فکرونو، نظریاتو او باورنو څخه سرچېنه اخلي چې دی په اړه معلومات لري.

د نورو په اړه قضاوت ډېر کله له دې درې علتونه څخه سرچېنه اخلي:

۱- دا کړنې او خصوصیات مو د ځان لپاره هم د زغم وړ ندي!

د مثال په توګه: ممکن تاسو شرمندوک اوسئ او له یو ټولنیز شخص سره راکړه ورکړه ولرئ، ستاسو قضاوت به دا وی: څومره ځان غوښتونکی دی، ډېر شور کوي او  ځورونکی دی. دا ځکه تاسو نشئ کولی د یو ټولنیز شخص کړنې ترسره کړئ، نو څوک چې ټولنیز دی هغه سره کینه کوئ.

دا ډول قضاوت ثابتوي، چې تاسو نشئ کولی ځان څرګند کړئ او هغه څوک چې ځان څرګندوي کرکه ترې لرئ، حتا که دا غېرې ارادی هم وي. د دې واقعیت څخه خبر اوسئ چې د خپلو احساساتو څرګندولو هڅه د اشخاصو او ټولنې په وړاندې تاسو ته خپل ځان ثابتوي، نو تل هڅه وکړئ، چې شرم او کینه یو طرفه ته کړئ او خپل احساسات څرګند کړئ.

۲- په ناپوهېدلې توګه تاسو هم دا کړنه کوئ، خو کله چې تاسو دا کړنه په بل کس کې ګورئ نو هغه نه خوښوئ!

موږ ټول د داسې یو حالت سره مخ شوي یوو، کله یو کس د خپل یو ملګري څخه شکایت کوي او تاسو ځان سره فکر کوئ(، دا پخپله هم داکړنه کوي، کومه چې فکر کوي ناسم ده. څومره خنده لرونکی کار).

ځان ته رښتینی نظر واچوه کېدای شي د نورو هغه عادتونه چې ندې خوښېږي ته یې هم ولرې، که داسې وي ممکن متعجب شئ، په دې شکل به ځان ښه وپېژنئ ، نور به درک کړئ، زړه به مو پرې وسوځي.

۳ کینه لرونکی شخص یې او په همدې دلیل د نورو شتو سره کینه او د هغوی په اړه قضاوت کوې!
هغه کس چې بریا یې ترلاسه کړې ممکن تاسو ته خپله ناکامي درپه زړه کړي، د هغه په بریا کېدای شي کینه وکړې او هڅه وکړې چې دهغې نمیګړتیاوې پیدا کړې، ترڅو د خپلې ناکامۍ حس پټ کړې.

په پایله کې پورته  دلایلو څخه هیڅ یو هم  د دې لامل نه ګرځي چې قضاوت کول مناسب وګڼي، ځکه قضاوت یو منفي کار دی. ارامه او هوسا ژوند ته د رسیدو یوازینۍ لار د نورو منل په هغه شکل دي چې هغوی څه ډول اوسي، د نورو منلو سره به موږ د ځان لپاره د یو نوی ژوند او احترام پاڼه پرانېزو.

موږ د خلکو د باطن او نیت په اړه نه پوهېږو. فقط خدای ج پوهېږي چې د خلکو په زړونو کې څه تېریږي او خدای ج  په هغه څه چې پوهېږي د هغې په اساس د انسانانو د اعمالو جزا ورکوي. بیا باید وپوهېږو او خبر اوسو، چې د نورو ښو، بدو، نیتونه او اعمال یې زموږ په صلاحیت کې ندي، نو موږ انسانان  د خدای ج په ځای دا حق نلرو، چې د نورو د ښو او بدو په اړه قضاوت وکړو.

سرچېنه: بیتونه ویب سایټ

 

وروستي مطالب