د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له ځانګړو خادمانو او صحابهوو څخه و. حضرت انس بن مالک رضی الله تعالی عنه له ماشومتوبه د حضرت محمد ص خدمت پیل کړ. په ډېریو غزاګانو کې یې له هغه جناب ص ګډون کړی و. حضرت انس رض په هغه وخت کې د لوستو کسانو له ډلې څخه شمېرل کېده؛ خکه لوستل او لیکل یې زده و. د همدې ځانګړنې د درلودو له امله یې د خلفای راشدین په وخت کې د بحرین د زکات د راټولولو مامور وټاکه.
د حضرت انس رض بشپړ نوم انس بن مالک بن نضر و. نیکه یې ابو حمزه نومېده. درې لقبونه یې لرل چې یو یې خادم الرسول، نور یې ذوالاذنین او انصاري وو. ژوند یې په مدینه منوره او بصره کې تېر کړی دی. په بني نجار ټبر پورې اړوند و.
حضرت انس بن مالک رض د هغو شپږو محدیثونو له جملې څخه دی چې تر ۱۰۰۰ زیات حدیثونه یې روایت کړي دي. ابن حزم د ده په خوله د روایت شویو حدیثونو شمېر ۲۲۸۶ ښيي. انس رض د شتمنۍ له پیدا کولو سره مینه درلوده، د بصرې په ځينو سیمو کې یې کورونه هم لرل. د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د دعا په برکت، د ډېرې شتمنۍ، مال او اولادونو څښتن شو.
انس رض اته یا نهه کلن و چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خدمت یې پیل کړی او نهه یا لس کاله یې د هغه خدمت وکړ.
جګړو/غزاګانو کې یې ګډون:
انس بن مالک رض په بدر، احزاب، حدیبیه، خیبر، عمرة، القضاء، د مکې مکرمې فتحه، حنین، طایف او تبوک جګړو کې ګډون کړی و.
د حضرت محمد ص تر رحلت وروسته یې له خلفاوو سره هم خورا ډېرې مرستې کړې وې. خلفاوو په وخت کې د سواد لرلو له امله د بحرین د زکات راټولولو ته موظف شوی و.
د مړینې وخت یې:
انس بن مالک رضی الله تعالی عنه له وروستیو صحابهوو څخه و چې د ولید بن عبدالملک تر وخته ژوندی و. په ۹۲ م ز کې د دې خلیفه لیدو ته ورغی. د مړینې کال یې له ۹۰ تر ۹۳م ز او عمر یې له ۱۰۰ تر ۱۱۰ کالونو اټکلوي. حضرت انس رض په خپله ماڼۍ کې په بصره ومړ او بصره کې خاورو ته سپارل شوی دی.
ویل کېږي چې ده د ( انس ماڼۍ) په نوم یوه ماڼۍ لرله. یو یې ښکلی باغ و چې ښایسته عطر لرونکي ګلان یې پکې ساتل. ۷۸ زامن او دوې لوڼې یې درلودې. دا هر څه یې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د دعاوو له امله لاسته راوړي وو.
ژباړه