د بایډن د بریا ادعا، او ټرمپ په ټاکنو کې د درغلیو تور پورې کول

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د رایو شمیرل روان دي، خو مخکې له دې چې پایلې اعلان شي، د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو په خپلو اړوندو بریاو دعوی لري.
تر دې دمه، د دیموکراټانو کاندید “جو بایډن” د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي کاندید “ډونالډ ټرمپ” مخکې دی، چې شاوخواد د ۱۶ ایالتونو د رایو نتایج لا پاتې دي.
ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” په ټولنیزه رسنۍ ټویټر کې په یوه ټویټ کې ویلي:

موږ په ټول هېواد کې په خورا ښه دریځ (پوزېشن) کې قرار لرو، مننه.

IMG-20201104-WA0008.jpg
ډونلډ ټرمپ خپل سيال “جو بایډن” په ټاکنو کې په درغلیو تورن کړی، او ویلي یې دي، چې دوی (بایډن) د غلا/ درغلیو هڅه کوي، خو موږ به د دې اجازه ورنه کړو.
په یو بل ټویټ کې، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هغه به نن شپه لویه بریا اعلان کړي.
IMG-20201104-WA0009.jpg
ـ بل لوری، دیموکراټ کاندید جو بایډن هم د خپلې میرمنې سره د امریکا خلکو ته وینا وکړه.
بایډن ویلي:

موږ د بریا په لور روان یو، تاسې باوري اوسئ، چې په ټاکنو کې بریا موږ ده.

نوموړي دا هم ویلي، چې هغه د ټول هېواد له خلکو مننه کوي، چې د دیموکراټانو لپاره یې کمپاین کړی او زحمتونه یې باسلي.