ژباړه: حمیدالله حمیدي
د سلطان احمد جومات، چې په ترکي ژبه کې ورته «Sultanahmet Camii» وایي، د دغه هېواد په استانبول ښار کې موقعیت لري. استانبول ښار له ۱۴۵۳ څخه تر ۱۹۲۳ کال پورې د عثماني امپراتورۍ پر وخت د ترکیې پایتخت و.
دغه جومات د ۱۶۰۹ او ۱۶۱۹ کلونو ترمنځ د سلطان احمد اول په امر جوړ شوی، چې جومات هم د نوموړي په نامه نومول شوی دی.
دا چې د سلطان احمد په جومات کې تر ډېره له آبي کاشیانو کار اخیستل شوی، نو ډېرکله د آبي جومات په نامه هم یادېږي.
د سلطان احمد د مسجد معمار (سده فار محمد آقا) هڅه کوله، چې د جومات په جوړولو کې له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي، چې د نړۍ ښکلی جومات جوړ کړي.
د جومات جوړښت مکعبي شکل لري، چې اوږدوالی یې ۵۳ او پلنوالی یې ۵۱ مترو ته رسېږي. جومات د قبلې په خوا یو پر بل پسې لویې ګنبدې لري، چې د لویې او اصلي ګنبدې پلنوالی یې ۳۳ متره مربع او لوړوالی یې۴۳ مترو ته رسېږي.
د سلطان احمد جومات په ترکیه کې لومړنی جومات دی، چې شپږ منارې لري. د جومات شاوخوا د ۲۰۰۰۰ زره سرامیکو کاشیانو په وسیله پوښل شوې او ښکلې شوې ده.
د جومات د لا ښکلا لپاره د ترکیې د لوی خطاط سید کاظم غباري پر لاس د جومات پر دېوالونو د قران کریم آیاتونه لیکل شوي دي.
د جومات هره مناره درې بالکنه لري، چې د آذان لپاره به ترې ګټه اخیستل کېده، خو اوس په ترکیه کې د آذان لپاره له یوه ځانګړي سیستم څخه ګټه اخیستل کېږي، چې پر یوخت په ټولو جوماتونو کې پر یوه غږ آذان خپرېږي.