پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر

هغه جومات هغه چې نامسلمان یې هم سیل ته ورځي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د شیخ زاید بن سلطان جومات د نړۍ د لویو او ښکلو جوماتونو په ډله کې راځي، چې له مسجدالحرام وروسته درېیم لوی جومات بلل کېږي. دغه جومات ته ځکه د شیخ زاید بن سلطان نوم ورکړل شوی، چې د اماراتو بنسټ اېښودونکی (شیخ زاید بن سلطان آل نهیان) د دغه جومات په شمالي برخه کې دفن شوی دی.

د شیخ زاید جومات په رسمي ډول په ۲۰۰۷م کال کې د روژې مبارکې په میاشت کې پرانیستل شو.

که څه هم چې مساجدو ته د هغه کسانو داخلېدل معنع دي، چې د اسلام مبارک دین یې نه وي منلی، خو د شیخ زاید په جومات کې دغه څه استثنا دي او په ورځني ډول لسګونه غربي ښځې او نارینه په داسې حال کې له دغه جومات څخه لیدنه کوي، چې د احترام په خاطر یې خپل سرونه پوښلي وي.

په دغه جومات باندې ټول ټال دوه میلیارده او ۱۶۷میلیونه امارتي درهمه لګښت راغلی.

ویډیو؛

د شیخ زاید جومات په کلي ډول (۴۱,۲۲۲) متره مربع پراخوالی لري، چې پر یو وخت د (۴۰۹۶۰) زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

دغه جومات (۵۷) بېلابېلې ګنبدې او څلور لوی منارونه لري، چې لوړوالی یې تر (۱۰۶) مترو پورې رسېږي.

د جومات فرش د ایراني هنرمندانو لخوا جوړ شوی، چې (۷۱۱۹) متره مربع پرخوالی لري.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ