د افغانستان سیاست ممکن د نړۍ له ټولو سیاستونو ډېر حیرانونکی او جالب وي، چې ډېر ناممکنات پکې ممکنیږي او ډېر ممکنات ناممکنیږي.
د اور او اوبو تعامل
په تازه ګام کې تېره شپه د حکومت اجرایه ریس او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډاکټرعبدالله د افغانستان د نوې ملي جبهې د مشر او افغان ملت ګوند د رهبر ډاکټر انورالحق احدي کوربه و.
د ډاکټرعبدالله د ټاکنیز ټیم ( ثبات او همپالنه) لومړی مرستیال عنایت الله بابر فرهمند وایي: په دغه ناسته کې د عبدالله د ټاکنیز ټیم د مرستیالانو ترڅنګ د جمیعت اسلامي ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د سولې شورا ریس او د حزب وحدت اسلامي مشر محمد کریم خلیلي، د ملي اسلامي جنبش ګوند ریس باتور دوستم او یو شمېر نورو برخه لرله.
د ده په وینا په دغه ناسته کې پوهاند ډاکټر انورالحق احدي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله له نوماندۍ ملاتړ وکړ.
مهم او ارزښتناک ګام
فرهمند وایي په دغه ناسته کې ډاکټرعبدالله له خپل ټاکنیز ټیم څخه د افغان ملت ګوند او نوې ملي جبهې ملاتړ په ټاکنو کې یو مهم او ارزښتناک ګام بللی.
د میلیوني رایو ادعا
سرچینه وایي په ناسته کې ډاکټر انورالحق احدي ډاکټرعبدالله د ځانګړو شخصیتي خواصو لرونکی ګڼلی او ویلي، د ده ټاکنیز ټیم به یوازینی ټیم وي، چې راتلونکې ټاکنې په میلیوني رایو ګټلی شي.
احدي دا هم ویلي، چې دغه ټیم افغانستان له ناورین څخه ژغورلای شي.
ډاکټر احدي ادعا کړې، چې له عبدالله څخه د ملاتړ پریکړه یې له خپلو ډېرو ګوندي ملګرو او ملاتړو سره تر سلامشورو وروسته کړې ده.
افغان ملت ګوند او مخینه یې
د افغانستان په معاصر تاریخ کې افغان ملت ګوند، چې د افغانستان د ټولنپال ولسواک ګوند د نوم لنډیز دی، له لومړنیو پراخو، دیموکراتو او د پښتنو په محوریت جوړ شویو ګوندونو څخه دی.
دا ګوند د ظاهرشاه د دیموکراسۍ په لسیزه کې له المان څخه راستون شوي غلام محمد فرهاد د پښتنو د برترۍ له ارمانونو سره رامنځته او وروسته یې ګوندیانو هم تر ډېره دغې لارې ته په سختۍ دوام ورکړ.
افغان ملت ګوند اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن و، ان د شوروي پروړاندې د افغان جهاد پر وخت یې د پاکستان اوامر ونه منل او د نورو تنظیمونو برعکس یې مستقله او له ستونزو ډکه مبارزه وکړه.
په پېښور کې هغه وخت د (افغان ملتي) اصطلاح پر تنظیمونو له (کافر) څخه له دې کبله بده لګیده، چې پر ملي واکمنۍ او ارزښتونو یې ټینګار درلود.
افغان ملت ګوند دغه وخت خپل ډېر کادرونه د جهاد د سنګرونو پرځای د تنظیمونو او خاصتاً د ادعاوو له مخې د ګلبدین حکمتیار په امر له لاسه ورکړل.
له طالبانو وروسته افغان ملتیان
د طالب واکمنۍ له سقوط وروسته امریکا مېشتی انورالحق احدي او نورګڼ لویدیځ ته تللي افغان ملتیان هېواد ته راغلل، چې دلته یې غړو له راتګ سره د ګوند د بیا ژوندي کیدو او ځلیدو هیلې لرلې.
د ګوند مشر احدي په موقت حکومت کې د افغانستان بانک لوی ریس او بیا د مالیې او سوداګرۍ وزیر شو.
د ګوند مرستیال غلام جیلاني پوپل د مالیې وزارت مرستیال او بیا د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې او ځواکمنې ادارې مشر و.
د ګوند بل مهم غړی صدیق پتمن اوږده موده د پوهنې وزارت ځواکمن مرستیال و.
د ګوند پاشلتیا
د کرزي د حکومت له پيله د افغان ملت مشران او کاردونه سره وپاشل شول.
د دیموکراسۍ دا پرانیستې خو له شخصي ګټو ډک ماحول دغه ګوند ته، چې په ډېرو بدو شرایطو کې نه و پاشل شوی، د نابودۍ په دورې بدله شوه.
د ګوند یوه بل مخکیني مشر ډاکټر محمد امین واکمن لا پخوا د ګوند یوه برخه خلک له احدي او پوپل څخه په جلا بلاک کې منظم کړي وو.
افغان ملت ګوند د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ په ټاکنو کې له حامد کرزي څخه ملاتړ وکړ، خو په ۲۰۱۴ کې د امین واکمن ډله له ډاکټر عبدالله او د احدي او پوپل ډلې له اشرف غني سره وې.
په سږنیو ټاکنو کې پوپل له حنیف اتمر، احدي له عبدالله او امین واکمن له رحمت الله نبیل څخه ملاتړ کوي.
احدي او قضاوتونه
ډاکټراحدي د افغان ملت په شته مشرانو کې ډېر بانفوذه او مقتدر ګڼل کیږي.
د هغه په اړه یو قضاوت دا دی، چې ونه توانیده د واک او امکاناتو باوجود خپل ګوند متحد او قوي وساتي.
دی د منتقدینو لخوا محافظه کار، معامله ګر او پرځان را ټول سیاستوال ګڼل کیږي.
خو پلویان یې وایي عالم، باتدبیره او له لانجو او بې شرمیو لیرې سیاستوال دی.
احدي په وروستیو کلونوکې د غني لخوا په واک کې د نه شراکت له کبله د هغه په سرسخت مخالف بدل شو.
د غني پلویانو هغه په بدو ردو یادوه، خو خپلو پلویانو یې ویل چې غني ورسره ناځواني کړې او دی حق لري په توندۍ یې نقد کړي.
البته غني په واقعیت کې هم له دغه ګوند سره ناځواني کړې وه، چې اوس یې پایله د ده مخالف عبدالله سره د ګوند د یوې لویې کتلې د یو ځای کیدو په بیه تمام شوه.
عبدالله او افغان ملت
ډاکټرعبدالله د شمال ټلوالې د نظار شورا له مهمو غړو څخه دی، چې د رامنځته کیدو له وخته یې ویاند و.
نظار شورا په افغانستان کې د اقلیتونو د واکمنولو په هدف رامنځته شوې وه، چې له پيله یې همدا شعار و او تراوسه یې د نوي نسل لاروي هماغه شعار تعقیبوي.
په لویه کې د افغان ملت او عبدالله یو ځای کیدل په دې د پوښتنې وړ او د دواړو لورو د اصولو خلاف دي، چې افغان ملت په افغانستان کې د مقتدر مرکزي دولت موجودیت او د افغاني ارزښتونو، چې لویه برخه یې پښتني ارزښتونه دي، تحقق د خپلې مرامنامې عمده ټکي ګني.
برعکس یې، د عبدالله ټاکنیز ټیم، چې د جنرال دوستم او کریم خلیلي د ګوندونو او جمیعت د ایتلاف په پایله کې جوړ شوی، په افغانستان کې د نامتمرکز نظام په موجودیت ټینګار کوي او غواړي ریاستي نظام په پارلماني نظام بدل او د اقلیتونو د حقونو لپاره ډېر کار وکړي.