طالبانو دا تير يو کال د امريکاىې هډو ساتنه کوله

رنګین تجريدي ډیزاین

د تير کال ۲۰۲۰ په فبروري مياشت کې د طالبانو او امريکا ترمنځ له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو تړون لاسليک شو، د دغه تړون له مخې بايد په لسو ورځو کې دواړه لوريو ۶۰۰۰ بنديان ازاد کړی وای او له ځنډ پرته بين الافغاني مذاکرات پيل کړي وای.

خو له بده بخته، چې دا ژمنې تر نن هم په سمه توګه ترسره نه شوې او تل د ځنډ او خنډ سره مخ وي.

حکومت د طالبانو پنځه زره بنديان آزاد کړل، چې دا بنديان بیرته د جګړې په ليکه کې وليدل شول، يعني د طالب د لوري د دوحې تړون ته درناوی ونه شو.

په تړون کې څرګند ليکل شوي وو؛ چې خوشي شوي بنديان به ملکي (عادي)  ژوند ته ستنېږي.

د حکومت د لوري هم ځينې خنډونه وليدل شول. د سولې په چارو کې ټول چارواکي يوه خوله او وفاداره نه وو.

هر سياسي مشر د سولې په هکله ځانته طرحه درلودله. او د رواني جګړې مسؤليت يې يو پر بل اچوه.

تر ټولو مهمه او د محفلونو بنډارنو او پیتاوو د مجلس موضوع د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو تر منځ ځينې پټي ژمنې وي.

کله نا کله به د طالبانو دفتر په قطر کې دغو پټو موضوعاتو ته اشاره کوله، او ويل به يې چې امريکا موږ سره ژمنې لري.

او کله به هم د امريکايې لوري ځينې پټ رازونه بې پردي کول.

خو تر نننه افغان ملت ته د قطر د ژمنو په هکله کوم اساسي ثبوت چا لاس کې ندى ورکړى. تر ننه هم افغان عام وګړي د قطر د پرېکړو ټولو اسنادو نه ندي خبر.

تيره ورځ “رويټر” د قطر د ژمنو په هکله ځينې اسناد افشاﺀ کړي دي، چې په رښتيا حيرانونکي دي.

رویټرز خبري اژانس وایي، طالبانو د دوحې توافقنامې پراساس، په تیر یوۀ کال کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پوځي هډې د امنیتي ګواښونو څخه خوندي ساتلې، پداسې حال کې، چې پر افغان ځواکونو يې بريدونو ته زور ورکړی و.

درېیو لویدیځو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د طالبانو لخوا د امریکایي پوځي هډو خوندي ساتلو دغه موضوع د دوحې توافقنامې په محرمه ضمیمه کې، چې د طالبانو محافظت کړۍ نوم ورکړل شوی دی، ذکر شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې کابل نیوز تلویزیون داسې خبر خپور کړ،چې د دوحې توافقنامه څو ضمایم هم لري، خو هغه مهال طالبانو دغه موضوع رد کړه.

نو له دې ټول وضعیت داسې پوهیدلی شو چې دا هر څه یوازې د افغانانو پر سر لوبې دي چې په یو او بل نوم ترسره کیږي او دې وطن ته د اساسي سولې لپاره هیڅ ګام نه پورته کیږي.

بلاخره هماغه وروستۍ لاره پاتې کیږي چې افغانان باید د جګړه خوښوو که داخلي وي یا بهرني باید پر ضد یې لاس په کار شي او ژر تر ژره په خپلو مټو روانه جګړه ودروي !!!

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.