د روژې میاشتې رارسېدو سره د افغان سوداګرو بې انصافي زیاته شوې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغانستان په بازارونو کې هر کال د روژې د مبارکې میاشتې په را رسېدو سره د خوراکي توکو بیه څو برابره لوړیږي.

افغانان هر کال د افغان سوداګرو له دې چارې شکایت لري.

د هر کال په څېر سږ کال هم په بازارونو کې د خوراکي توکو بیه لوړه شوې او ډېری اخیستونکي یې د اخیستو توان نه لري.

دا چې ولې د خوراکي توکو بیه د روژې په مبارکه میاشت کې لوړیږي او له دې ستونزې څوک کړیږي، په دې اړه به په دې لیکنه کې معلومات وړاندې شي.

افغانستان هغه هیواد دی، چې ۹۹ اعشاریه شپږ سلنه خلک یې مسلمانان دي، نو ځکه په دې هېواد کې د روژه تیانو شمېر هم زیات دی، خو له بده مرغه چې څوک په دې هېواد کې د روژې ادابو او اصولو ته احترام نه کېږی.

په نورو هیوادونو کې د روژې د مبارکې میاشتې د احترام له پاره د خوراکي توکو په بیه کې کموالی او تخفیف راځي، خو زموږ افغانان بیا په روژه کې د خوراکي توکو بیه څو برابره لوړه وي.

د اسلام دین د انصاف دین دی، په هېڅ صورت کې بې انصافي نه مني خو موږ افغانان داسې مسلمانان یو چې بې انصافي مو اخري اوج ته رسولې.

که سوداګر د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو بیه لوړوي، د هغه زیان یوازې او یوازې بېوزله خلکو ته رسېږي او بېوزله کسان نه شي کولای، چې د اړتیا وړ ورځني توکي له بازاره واخلي.

په دې اړه د کابل ښار د یوه ښوونځي صفا کار کاکا مراد وایي: زه په یوه ښوونځي کې صفا کار یم، چې د میاشتې اته زره افغانۍ تنخوا راکوي، دلته بازار ته راغلی وم، چې د روژه ماتي له پاره ځینې خوراکي توکي واخلم، خو هر څه چې بیه کوم بیه یې ډېره لوړه ده او زه یې د اخیستو توان نه لرم، نو ځکه مې کوم څه وا نه خیسته.

دې ته ورته سلګونه بېوزله کسان دي، چې نه شي کوی، د لوړې بیې له امله خوراکي توي واخلي.

زموږ سوداګرو د خپلې بې انصافۍ له امله بېوزله کسان له ستونزو سره مخ کړي او دې ته یې اړ کړي، چې د روژې په میاشت کې هم خپل خوراکي توکي په پوره اندازه وانه خلي.

په دې اړه د کابل ښار د قمبر څلور لارې ځینې هټۍ وال وایي: موږ د کوم څه په بیه کې لوړوالی نه دی، راوستی موږ ته هم په روژه کې مال په لوړه بیه راځي او موږ مجبور یو، چې په لوړه بیه یې و پلورو.

بله خبره دا ده، چې څومره د یو څه خرڅلاو زیاتېږي، هغومره یې ارزښت زیاتېږي؛ نو ځکه یې په بیه کې لوړوالی راځي.

د روژې په میاشت کې خورکي مواد خلک ډېر اخلي ځکه ضروت ورته ډېر وي او بیه یې هم لوړیږي.

هر کال د روژې په مبارکه میاشت کې دا چاره روانه وي، سوداګر او هټۍ وال د خوراکي توکو په بیه کې لوړوالی راولي، خو تر ننه پورې په دې اړه نه دولت کوم اقدام کړی او نه هم زموږ سوداګر د انصاف خاوندان شوي.

دا چې د دې مسؤل څوک دی او تر کله به دا چاره روانه وي، معلومه نه ده.