له کله نه چې امریکا او ناټو د نړیوالې ټولنې په مشوره پر افغانستان یرغل راوړ، له مخکې د ځمکنیو پوځونو او له هغه شا او خوا اته کاله وروسته د افغانستان د یوه پوځ لپاره هم چارې پيل شوي چې اوس افغانستان د پیاوړې ملي اردو او نورو ارګانونو لرونکی هیواد دی.
خو ددې ترڅنګ یو بل مهم ټکی دا یادیږي چې د افغانستان له پوځ سره هوايي ملاتړ تر ټولو مهم او اساسي عنصر دی او باید دا برخه پیاوړې شي.
تر اوسه له افغان پوځ سره په هوايي عملیاتو کې نړیوالو ځواکونو هم مرسته کوله او ځمکنۍ جګړه یوازې افغان ځواکونو مخته وړله چې په ځمکنیو عملیاتو کې افغان پوځ پیاوړی ثابت شو، خو له دې وروسته ښکاري چې د هوايي پوځ ټولې چارې هم افغان لورې ته ورپاتې شوې. خو دا چې ایا افغانستان څومره الوتکې لري او له دې وروسته به څه کیږي، دا مهمه خبره ده.
په دې اړه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب دوه ورځې وړاندې د لوړو پوړو چارواکو په یوه امنیتي ناسته کې وویل چې اوس دوی د هوايي ملاتړ له اړخه هم پر پښو دریدونکي دي.
هغه وویل:
«موږ اوس ۱۶۳ بېلابیلې الوتکې لرو، بهرنيو سرتېريو له ډېره وخته راهيسې په ځمکنيو جګړو کې له موږ سره مرسته نه کوله، يوازې په هوايي برخو کې وه.»
حمدالله محب وړاندې ویلي چې اوس زموږ هوايي اړتيا هم تر ډېره پوره شوې ده، لږ يې پاتې ده چې هغه هم ژر بشپړېږي.
وبه لیدل شي چې پاتې برخه به څنګه او په څومره وخت بشپړوي، خو تازه د امریکايي ځواکونو د عملیاتو له بندیدو او وتلو بهیر نه وروسته افغان دفاع وزارت له لورې هره ورځ د هوايي ځواکونو له عملیاتو ښکاري چې دوی خپل هوايي عملیات خپله زیات کړي او مخته ځي.
د ملي امنیت سلاکار @hmohib “موږ اوس ۱۶۳ بېلابیلې الوتکې لرو ، بهرنيو سرتېريو له ډېره وخته راهيسې په ځمکنيو جګړو کې له موږ سره مرسته نه کوله، يوازې په هوايي برخو کې وه. اوس زموږ هوايي اړتيا هم تر ډېره پوره شوې ده، لږ يې پاتې ده چې هغه هم ژر بشپړېږي.” pic.twitter.com/tBvYGaOAU6
— NSC Afghanistan (@NSCAfghan) April 24, 2021
تازه پرون د افغانستان دفاع وزارت یوه ویډیو خپره کړه چې په کې لیدل/ویل کیږي د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د وسله وال طالبانو له لورې چمتو شوی موټر بم او ورسره ځانمرګي بریدګر د افغان هوايي پوځ له لورې په نښه او له منځه وړل کیږي.
همداراز د کندهار، ننګرهار، لغمان، کندز، بلخ، غزني او ځینو نورو سیمو باندې هم د افغان پوځ د هوايي عملیاتو او بریدونو راپورونه ورکول شوي دي.
په ټوله کې حمدالله محب نه دي ویلي چې څوک او څنګه به پاتې هوايي برخه پیاوړې او پر پښو ودریږي. خو د افغانستان له حکومت سره لویه برخه د الوتکو مرسته امریکا کړې او په خوا کې یې هند هم د یو شمیر چورلکو مرسته کړې ده.
په ۱۳۹۵هـ کال کې د افغانستان د هوايي پوځ قومندان ویلي ول چې ۷۰ سلنه هوايي پوځ یې بشپړ شوی، نو د شا او خوا ۵ کلونو له تیریدو وروسته به حتماً پاتې خلا بیخي ډکیدو ته نیږدې شوي وي. د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب له وروستیو خبرو هم ښکاري چې ښايي دا خلا ژر ډکیدونکي وي.
د خلکو باور
افغانان په ځانګړي توګه پر ټولنیزو رسنیو فعال ځوانان وایي، که چیرته د افغانستان اوسني پوځ ته لا توجه زیاته شي، له طالبانو سره سوله وشي او نور کار هم پرې وشي، نو ښايي بې ساری افغان پوځ ولرو.
خلکو پر طالبانو او حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره دې اوربند ته غاړه کیږدي، سولې ته دې سره هر څه یوې خواته کړي او وروسته له هغه چې سوله وشوه، نو دا ډول پوځ او منظم سیستم د کمو اصلاحاتو پر مټ کیدای شي، نړۍ کې ځانګړی نوم او مقام ولري.
خلک وايي، که د پاکستان او نورو هیوادونو په خوښه د سولې مخالفت وشي، جګړو ته زور ورکول شي، دا به هیواد ته په ګټه نه وي او لا زموږ د ملي شتمنیو د لوټ کید سبب کیدای شي.
د ټولنیزو رسنیو له لارې خلکو پر هغو افغان مسوولینو چې سولې ضد دریځ لري او طالبانو چې یوازې پر جګړه ټینګار کوي، له امریکا سره اوربند او افغانانو سره اوربند نه کوي او جګړه روانه ساتي، غږ شوی چې دا فرصت دې نه ضایعه کوي او باید د هیواد لوړې ګټې پام کې ونیسي.
د افغانستان د هوايي ځواک تاریخچه
د ویکپیډیا د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان هوایي ځواک د افغانستان د هغو ځواکونو څخه دی چې د دې هېواد په ملي امنیت کې اړین رول لوبوي . د افغانستان هوایي ځواک په ۱۹۲۴ زېږيز کال کې جوړ شو . په ۱۹۸۰زېږيز کال کې چې کله د افغانستان د خلق /پرچم ډيموکراتيک جمهوريت د روس په ملاتړ جوړ شو، نو روسيې خپل عصري وسلې او الوتکې د افغانستان حکومت ملاتړ لپاره ورکړې. په دې وخت کې د افغانستان په جگړه يیزو درندو وسلو کې د مېگ ۱۵،مېگ ۲۱، سوخوی سو-۷، سوخوی سو-۱۷، سوخوی سو-۲۰ الوتکې او د ميل می ۸ چورلکې شاملې وې . په ۱۹۷۶ زېږيزکال کې د بگرام په ښار کې پوځي هوایي ډگر جوړ شو. د ۱۹۷۹زېږيز کال په ډسمبر کې روسي پوځ پر افغانستان برید وکړ او مهم ډگرونه یې ونیول. تر جگړې وروسته د افغانستان ډېرې الوتکې ړنگې شوې. په ۲۰۰۶ زېږيزکال کې د افغانستان هوایي ځواک د امریکایي پوځ او د ناټو د هېوادونو په مرسته بیا جوړ شو.