م، م افغانستان کې د هدفي وژنو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کړې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا په افغانستان کې د هدفي وژنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا بریدونه یې په سختو ټکو غندلي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون جمعه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دغو بې رحمانه بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي مامورین، قاضیان، خبریالان، روغتیا پالان او مدني فعالان په نښه کیږي.

د امنیت شورا د دغو مخ پر زیاتېدونکو حملو په هکله خواشیني ښودلې او د سملاسي بندولو غوښته یې کړې ده.

اعلامیې زیاته کړې چې د دا ډول بریدونو عاملان باید محکمې ته کش کړل شي، خو دا نه ده په ډاګه شوې چې د دغو بریدونو عاملان څوک دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د افغانستان حکومت او په کابل کې د امریکا سفارت د دا ډول بریدونو مسؤل طالبان بللي، خو یادې ډلې بیا دا څرګندونې رد کړي دي.

د امنیت شورا په اعلامیه کې له ښکیلو خواوو غوښتنه شوې چې ښکیل لوري باید نړیوالو قوانینو ته درناوی ولري، تر څو د عامو خلکو ژوند تامین شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په داسې مهال په افغانستان کې په هدفي ‌وژنو اندېښنه ښودلې ده چې په تېرو څو میاشتو کې لسګونه، خبریالان، ملکی مامورین، د بشري حقونو فعالان د پلازمېنې کابل په ګډون په مختلفو ولایتونو کې په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.

څو ورځې مخکې په جلال اباد کې د انعکاس په نوم د یوه خصوصي ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې د وسله والو په برید کې ووژل شوې او له دې پېښې یوه وروسته یوه ډاکتره په دې ښار کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شوه.

په ورته وخت کې له خبریالانو څخه د ملاتړ نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او زیاتوي چې په دغه هېواد کې له رسنیو څخه د ښځینه کار کوونکو وتل دوام لري.

د خبریالانو نړیوال فدارسیون په دې وروستیو کې د امنیتي ګواښونو له امله له رسنیو څخه د ۳۰۰ افغان ښځینه کار کوونکو د وتلو په اړه راپور خپرېدو ته په اشارې سره ویلي چې دغه هېواد کې د ښځینه خبریالانو سره د تاوتریخوالي څپې ته سخت اندېښمن دي.

دغه نړیوال فدراسیون همدارنګه زیاته کړې چې په افغان رسنیو کې پاتې ښځینه کار کوونکې د هغوی د امنیت نیولو په اړه د جدي اقداماتو غوښتونکي دي.

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون عمومي منشي انتوني بلانګر ویلي، افغان حکومت باید د خبریالانو د امنیت خوندیتوب برخه کې چې هره ورځ یې ځان خطر کی دی هڅې زیاتې کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي