سوله او ټاکنې؛ کوم یو به مخکې شي؛ دلایل او تازه پرمختګونه څه دي؟

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان په روان سیاسي وضعیت کې د سولې او ټاکنو د دواړو پر لومړیتوب کیدو تاوده بحثونه روان دي.
دا چې دا بحثونه ولې رامنځته شوي، کوم یوه ته زیات کار کیږي او څوک د څه لپاره د کوم لومړیتوب زیات پلویتوب کوي، دلته به پرې رڼا واچوو.
سوله ولې او د څه لپاره؟
په ټوله کې سوله د ټولو افغانانو لومړیتوب دی. داسې خلک به لږ وي، چې له دغه لومړیتوب سره جوړ نه وي، خو په دې اړه لیدلوري فرق سره لري.
د سولې لپاره له عام لیدلوري ور اخوا، په مشخص ډول امریکا متحده ایالات، پاکستان، چین او روسیه پر دې سلا شوي ښکاري، چې په یو نه یو ډول وسله وال طالبان د دغې پروسې عاجله برخه او د سیاسي قدرت شریکان شي.
دلیل دا دی، چې امریکا د خپلو ولسمشریزو ټاکنو لپاره دغې عاجلې سولې ته اړتیا لري او دا نور هېوادونه د طالبانو په وجود کې خپلې زیاتې ګټې ویني، ځکه یې د زر واک ته رسولو یا واک کې شریکولو هڅې لري.
د سولې لپاره د دغو لوریو اجنډا ځینې ستایي، خو ځینې نور یې خطرناکه ګڼي او وایي پر دې سولې امریکا له پاکستان او نورو سیمه ییزو هېوادونو سره معامله کوي، چې دوی ته یې ګټه او افغانستان ته یې تاوان رسیږي.
په افغانستان کې د حکومت یوه لویه برخه سیاسي ناراضیان هم د دغې اجنډ ملګري ښکاري.
دوی کې ځینې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره خپله عقده لري، ځینې د یادو بهرنیو هېوادونو تر ولکې لاندې دي او ځینې هم په دې خاطر، چې اوسنۍ یا راتلونکې ګټې یې په سیاسي معادلاتو کې زیانمن نه شي، د سولې په زر راتلو او د واک پر وېش ټینګار لري.
دغه سیاستوال حکومت د سولې خنډ او د خپل واک د دوام لپاره د جګړې په غځولو تورنوي، خو حکومت بیا برعکس دوی په ولس کې بې ریښې یادوي او وایي حق یې نه دی، چې د حکومت له ادرس پرته نور څوک د افغانستان پر برخلیک له طالبانو یا بهرنیانو سره خبرې وکړي.
ټاکنې د چا لومړیتوب دی؟
افغان حکومت تر هرڅه د ولسمشریزو ټاکنو پر خپل وخت ترسره کیدو ته لېواله دی.
د حکومت له ادرسه د ولسمشرغني ټیم، چې په ټاکنو کې خپل بری ورته حتمي ښکاري، تر هر چا دا خبره زیاته کوي او وایي ټاکنې بدیل نه لري.
ښاغلی غني او ټیم یې توانیدلی، چې د ټاکنو له رانیږدې کیدو سره د جمهوري نظام خوندیتوب او پر وړاندې یې د هر ډول بل بدیل ردول خپل یو لوی ټاکنیز شعار هم وګرځوي.
دوی دې ته په پام سره، چې د طالبانو او امریکایانو د سولې عاجلې خبرې ممکن په یوه موقت حکومت جوړولو پای ته ورسیږي، دغه احتمالي حکومت د افغانستان لپاره خطرناک او له زیانه ډک یادوي.
له حکومت سره حکومت پلوه ځوانان او خاصتاً هغوی، چې د اوسني نظام د لاسته راوړنو د خوندیتوب زیات لېواله دي، همغږي او ملاتړي ښکاري.
د دوی ټینګار دی، چې نه باید کوم موقت یا بل حکومت رامنځته شي؛ بلکې ښه ده چې ټاکنې ترسره او طالبانو سره د عاجلو خبرو او معاهدو پرځای دوی سره پر اوږدمهاله او اساسي سولې فکر وشي.
پایله څه ده؟
د دغو دواړو بحثونو په منځ کې ان تراوسه اصلي ترلاسه کیدونکې پایله ورکه ښکاري، خو څه چې تراوسه محسوس دي، دا ده چې دغو دواړو بحثونو؛ خاصتاً د سولې خبرو پر را نیږدې ولسمشریزو ټاکنو سخت اغېز کړی.
په دې برخه کې لږ ولسمشریز نوماندان د کمپاین په پيل شوي جریان کې فعاله او پراخه ونډه لري.
ولسمشر غني تراوسه یوازینی نوماند دی، چې په دې برخه کې یې ټیم زیات فعالیت کوي.
د ډاکټرعبدالله، رحمت الله نبیل، ګلبدین حکمتیار او نورو څو نوماندانو ټاکنیز ټیمونه هم ځینې لويې ـ وړې کمپایني غونډې کوي، خو نه د دوی او نه د ولسمشر غني د کمپایني فعالیتونو لمنه هغسې پراخه ده، لکه په نورو ولسمشریزو ټاکنو کې چې و او یا یې اوس تمه کیږي.
دغه وضعیت خلک حیران کړي، چې سوله که ټاکنې به مخکې ترسره شي.
دلیل دا دی، چې په هم مهاله ډول د دواړو لپاره تقریباً سره موازي هڅې محسوسیږي.
دا دوه ګونی حالت ښیګڼې او بدګڼې دواړه لرلای شي.
سولې ته خلک خوشاله دي، خو بیرته یې اندیښنه هم ده، چې په کوم بحران یې وانه ړوي.
ټاکنو ته هم خلک زړه نازړه او هم خوشاله ښکاري؛ خوشالي تر ډېره د ولسمشر غني د پلویانو ده، خو هم دوی او هم ځینې نور دا اندیښنه نه شي هېرولی، چې د سولې د هڅو ناکامي به جګړه بیا شدیده او هم به د سیاسي اختلافونو له بیا تودیدو سره هېواد ته بحران رانه وړي!