عبدالله: له سختې ازموینې سره مخ یوو، باید ماتې ونه خورو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې د افغانستان امنیتي وضعیت ترینګلتیا خلک له جدي اندېښنو سره مخ کړي دي.

نوموړي چې نن یې په کابل کې د مارشال فهیم د اووم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، کابل هره ورځ د یوې بدې پېښې شاهد وي، خلک خپل ماشومان ښوونځیو ته په ارام زړه نه شي پرېښودلی.

عبدالله د جمهوریت د ملاتړو پر یووالي ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې افغانان له یوې ډېرې سختې ازموینې سره مخ دي او په دې حساسو شرایطو کې نباید اشتباه وشي.

نوموړي دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن له لوري ور رسېدلي لیک ته په اشارې له ډېرو جزیاتو پرته ویلي چې په دې لیک کې داسې واقعیتونه شته چې سترګې نه شي ورباندې پټېدلی.

عبدالله د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې د افغانستان د راتلونکې په اړه د نورو اقداماتو تصمیم باید مشران او خلک ونیسي.

د یادونې ده چې د بلېنکن لیک ته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ډېر توند غبرګون ښودلی دی خو عبدالله بیا تېره ورځ په دې اړه ویلي وو چې له طرحې وېره نه ده په کار بلکې باید بحث ورباندې وشي او معقوله حل لاره پکې ولټول شي.

د یادونې ده چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن په کابل کې د مارشال فهیم اووم تلین کې د خبرو پر مهال وویل چې له زلمي خلیلزاد سره افغان حکومت دوه ورځې پر له پسې خبرې لرلې دي او په خبره یې امریکا هڅه کوي پر افغان حکومت د یوې تحمیلي سولې لپاره فشارونه ډېر کړي.

هغه وویل د سولې لپاره چې اوس کومه لاره طرحه شوې ناسمه ده او په خبره یې په دې توګه له افغانانو ددوی اساسي حقونه اخیستل کېږي.

صالح زیاته کړې چې افغان حکومت د سولې ملاتړی دی خو هغه سوله ورته د منلو ده چې په افغانستان کې د دایمي ثبات سبب شي، افغانستان یو خپلواک هېواد وي، د پاکستان په خوښه سوله نه وي رامنځ ته شوې، افغانان خپلو حقونو ته لاسرسی ولري او د رایې له حق محروم نه شي.

هغه هیله څرګنده کړه چې طالبان ژر تر ژره سوله وکړي، خپلو خلکو ته ستانه شي او له ټوپک پرته له سیاسي لارو واک ته د رسېدو کوښښ وکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي