سیګار: د کابل سقوط د طالبانو له راتګ وړاندې پلان شوی و

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
د دغه راپور پر بنسټ، متحده ایالاتو د شلو کلونو په جریان کې، ١٤٦ میليارده ډالر د افغانستان د بیا رغونې په خاطر او ٨٩ میلیارده ډالر د ښوونیز نظام او د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د پياوړتیا لپاره لګولي دي.
د افغانستان د بیا رغونې- سیګار  لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي، اعلان کړې چې د افغانستان حګومت د امریکا د پالیسو په پای کې نه، بلکې د هغو ناسمو پرېکړو له امله چې په دې وروستیو دوه لسیزو کې نیول شوي، سقوط کړی دی.
د پنج شنبې ورځ د جدي ١٦مه د سیګار په خپور شوي راپور کې راغلي، چې د غني له تللو او د طالبانو له راتګ وړاندې د کابل د نیول کېدو پلان جوړ شوی و.
سیګار ویلي، په دغه راپور کې یې د افغانستان د ښې حکومتولۍ، د افغانستان د امنیتي سرتېرو، د اقتصاد پراختیا او د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه کې د امریکا کارکرده ګي څېړلې ده.
سیګار ویلي، د افغانستان په جګړه کې ٢٤٠٠ امریکايي او ١٢٣٣ قراردادي سرتيري چې ٤٥ تنه یې امریکایان وو، وژل شوي او یويشت زره امریکايي او ١٤٢٧ قراردادي سرتېري ټپيان شوي دي.
د راپور په وینا، په اګسټ میاشت کې د امریکا له وتلو وروسته، په افغانستان کې د امریکا ټولې رغنيزې پروژې تړل شوي او یوازې بشردوستانه مرستې دوام لري.
دغې ادارې ټينګار کړی، اوسمهال په افغانستان کې هېڅ امنیتي سرتېری شتون نه لري او پر دې سربېره، د بیا رغونې مهمې پروژې، د قانون حاکمیت، د ښځو او نجونو حقونه په مستقیم ډول د ګواښ سره مخ دي.
همدارنګه په دغه راپور کې ویل شوي، د افغانستان له سقوط وروسته، صحي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی کم شوی او ممکن ٥١ زره میندې د خدماتو د نشتون له امله د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي.