حضرت الله ځاځي پي‌اېس‌اېل کې بالران تر پوزې راوستل

رنګین تجريدي ډیزاین

 

حضرت الله ځاځی چې د پېښورزلمي په ګټه په پاکستان سوپرلیګ لوبو کې لوبېږي، د کراچۍ کېنګز پر وړاندې مهمه او حذف کوونکې لوبه کې یې بالران سخت وټکول او خپله چټکه نیمه سلیزه یې ثبت کړه.

نوموړي دا ځل په ۲۳ توپونو نیمه سلیزه ووهله، چې ۳ شپږیزې او ۵ څلوریزې پکې شاملې وې.

هغه له لومړي سره له دوه سوو په لوړ سټرایک رېټ ولوبېد او د کراچي کېنګز ټول بالران، لکه عماد وسیم، محمد عامر، نوراحمد او الیاس یې تر پوزې راوستل.

نوموړي په ۳۸ توپونو ۷۷ منډې وکړې، چې ۱۰ څلوریزې او ۵ شپږیزې پکې شاملې وې.

ځاځی د دولسم اوور په درېیم توپ د تېسارا پرېرا په توپ د مارټېن ګوپټېل لخوا لانګ ان بونډري کې کېچ شو.

لوبه پېښورزلمي لوبدلې په پنځه وېکټو وګټله او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه حضرت الله ځاځي ترلاسه کړه.

 

پایلوبې ته د تګ لوبه کې اسلام اباد ماته وخوړه او ملتان مخکې ولاړ

د دوشنبې په ورځ د شپږم پړاو پي‌اېس‌اېل په مهمه لوبه کې ملتان سلطان او د لیګ مخکښه لوبډله اسلام اباد یونایټېډ مخ شوې.

ملتان سلطان د ټاس په ګټلو سره توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۵ وېکټو په لوېدو سره د سهیب مقصود د ۵۹ منډو په مرسته ۱۸۰ منډې وکړې او اسلام اباد ته یې ۱۸۱ منډې هدف ورکړ.

فهیم اشرف او شاداب خان د ملتان دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې په ۱۹ اورونو کې د ټولو وېکټو په نقصان سره د عثمان خواجه د ۷۰ منډو پرمټ ۱۴۹ منډې وکړې او لوبه ترې ملتان سلطانز په ۳۱ منډو وګټله.

بلېسېنګ موزرباني ۴ اورونوکې ۳۱ منډې ورکړې، درې وېکټې یې ترلاسه کړې او سهیل تنویر بیا ۴ اورونوکې ۱۷ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی سهیل تنویر وپېژندل شو.

د دې لوبې په بري سره ملتان سلطان لوبډله پایلوبې ته ولاړه او د راتلونکې پنجشنبې په ماخستن به له اسلام اباد او پېښور ترمنځ د لوبې ګټونکې لوبډلې سره مخ شي.

نن شپه اته نیمې بجې اسلام اباد او پېښور پایلوبې ته د تګ په موخه لوبه کوي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.