آلمان او ترکیې پر افغانستان خبرې کړې دي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د راپورونو له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د المان له لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل سره پر افغان کډوالو او د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

مېرکل ویلي چې دمګړی سلګونه افغان کډوال د قاچاق وړونکو د دسیسو ښکار شوي او په لاره کې قرباني شوي.

د نوموړې په وینا نړیوال باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې یقیني کړي څو له دغه هېواد د کډوالو پیل شوې څپه ختمه شي او د احتمالي ناورین مخنیوی وشي.

مېرکل دغه راز ویلي چې له ترکیې سره به هم مرسته کوي څو د کډوالو د ورتګ مخنیوی وکړي.

په وروستیو کې زرګونه افغانان د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته د تګ کوښښ کوي خو د راپورونو له مخې پر دغه لارو سخت بندیزونه وضع شوي او کډوالو ته ان د سر خطر هم شته دی.

په ورته وخت کې سپوتنیک ته فرانسوي شنونکو او سیاستوالو ویلي چې نړیوالې ټولنې په وروستیو کې له افغانستان سره د شاوخوا یو میلیارد یورو بشري مرستې اعلان کړی دی چې دا کافي نه دي.

سرچینه وایي چې له افغانانو سره د خواخوږۍ او په دغه هېواد کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید نړیواله ټولنه له دغه هېواد سره د بشري مرستو تر څنګ د افغانستان میلیاردونه ډالر کنګل شوې شتمني هم ازاده کړي څو هلته اقتصادي ثبات وساتل شي.

سرچینه کاږي افغانستان په سخت وضعیت کې دی، بشري مرستو ته اړتیا لري، سوداګر د خپلو کارونو پيلولو ته اړ دي او ددې هر څه لپاره د کنګل شوې شتمنۍ ازادول مهم دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي