د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري وايي، که له افغانستان سره په بېړه مرسته ونه شي، د دې هېواد اقتصاد به وپاشل شي او د ژمي له راتګ سره به بشري ناورین رامنځته شي.
د دې کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ چې کابل ته راغلی وايي، افغانان له یوې خوا جګړو ځپلې او له بلې خوا وچکالۍ زیانمن کړي دي.
بلوچ وايي، د نړیوالې ټولنې ترڅنګ ملګري ملتونه هم د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.
افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه کسان په داخل کې بې ځایه شوي چې د دوی له منځه یوازې ۷ لکه په روان ۲۰۲۱ میلادي کې بې ځایه شوي دي.
د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په وروستیو څو ورځو کې زرګونو کورنیو ته خوراکي مواد، کمپلې او ځینې نور اړتیا وړ شیان ورکړي دي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې روسیې د افغانستان په اړه د مسکو ناستې تر پای ته رسېدو وروسته ملګرو ملتونو ته له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د یوې بلې ناستې ترسره کېدو وړاندیز کړی دی.
لاوروف په قزاقستان کې یوې خبرې ناستې ته ویلي چې تر اوسه پورې ملګرو ملتونو د مسکو تازه وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی خو هیله یې ښودلې ده چې ملګري ملتونه ورته مثبت ځواب ووایي.
هیره دې نه وي چې مسکو څو ورځې وړاندې هم د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د افغانستان په اړه د یوې ناستې خبر ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې په یاده غونډه کې به د افغانستان، پاکستان، ایران، هند او یو شمېر نورو هېوادونو استازې ګډون وکړي.