روسیه د اروپايي ټولنې په غبرګون کې خپل هوايي حریم د ۳۶ هېوادونو پرمخ تړي

رنګین تجريدي ډیزاین

روسیې د اروپايي ټولنې د هوايي بندیز په غبرګون کې، اعلان کړی چې خپل هوایي حریم د نړۍ د ۳۶ هېوادونو له دې ډلې برېټانیا، المان، اسپانیا، اېټالیا او کاناډا پر مخ تړي.
روسيې ویلي، چې دا پرېکړه یې د اروپايي ټولنې د تحریم په غبرګون کې نیولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې خپل هوایي حریم د روسي الوتکو پر مخ تړلی دي.
دا بندیز د هغو الوتکو پر وړاندې هم دی چې د روسیې په نامه ثبت او یا تر کنټرول لاندې دي.
وړاندې برېټانیا اعلان کړې وه چې د روسیې د هوایي کرښو ائروفلوت الوتنې بندې کړې دي.
دا ټول غبرګونه پر اوکراین د روسیې د وروستي برید له امله رامنځته شوي. د جګړې د دوام سربېره د اوکراین او روسيې ترمنځ په بلاروس کې خبرې اترې پیل شوي. تر اوسه څرګنده نه ده، چې ایا دا خبرې به د دواړو لورو جګړې ته د پای ټکی کېږدي که نه.