د اوکراین کړکېچ شېبه په شېبه مخ په پراختیا دی

سپینه تجريدي ډیزاین

روسیې د اوکراین په ختيځ کې په دوو نوو بېلو شوو برخو کې خپل سرتېري ډېر کړي او تر څنګ یې ددې سیمو پر اسمان هم د الوتکو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

له دې سره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي چې روسیه په بشپړه توګه پر اوکراین برید ته تیاره ده او په راتلونکو ساعتونو کې ددې برید امکان شته دی.

هغه وایي امریکا په خالي لاس دې مسئلې ته نه ګوري، بلکې د روسیې د اقدام ځواب به خورا سخت او ماتوونکی ورکړي.

بلینکن وایي له متحدو هېوادونو سره په ګډه د روسیې پر وړاندې لا ډېر اقدامات ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین د روسیې تونتسک او لوهانسک سیمې د مستقلو سیمو په توګه په رسمیت وپېژندلې او ویل کېږي چې دغه سیمو ته یې ولسمشران معرفي کړل.

دغه سیمې د بیلتونپالو په لاس کې وي او اوس پوتین هغه سیمو ته د خپلو سرتېرو د لېږلو فرمان هم لاسلیک کړی دی.

دې مسئلې د امریکا او اروپا غبرګون پارولی دی او بایډن پر روسیې د بندیزونو وضع کولو فرمان لاسلیک کړی دی.

اوکراین بیا وایي دوی ته خپله خاوره ارزښت لري او اجازه به ور نه کړي چې روسیه یې ترې بېله کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي