ولادمیر زیلینسکي: پر خپله خاوره خپل اختیار غواړو، له هیچا مو سترګه نه سوځي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

وروسته تر هغه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین تجزیه او بېلو کړو برخو ته یې واکمنان وټاکل او دغه راز یې خپل ځواکونه یادو سیمو ته ولېږل، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکې ویلي چې دوی له هیچا او هیڅ هېواد څخه نه وېرېږي.

نوموړي د پوتین اقدام غندلی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی پر خپله خاوره خپل اختیار غواړي او هغه څوک چې د دوی په چارو کې مداخله کوي او دوی په برخو وېشي پر وړاندې به یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې اوکراین هیڅوک نه شي بېلولی او په خپل ټول توان به د بېلوونکو پر وړاندې ودرېږي.

د یادونې ده چې د اوکراین په اړه د پوتین پرېکړې د نړۍ د ګڼو هېوادونو غبرګونونه را پارولي دي.

د فرانسې ولسمشر او همدا راز د المان لومړي وزیر ویلي، روسیې د سولې هڅې ناکامې کړې او نوو ناندریو ته یې لار پرانیسته.

دوی ویلي چې د روسیې دا کار غندي.

له دې سره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، ژر او پر وخت باید د روسیې د اقدام ځواب وویل شي.

بایډن بیا د ابتدايي غبرګون په توګه تازه بېلې شوې برخې د بندیزونو په لېست کې شاملې کړې او امریکایي وګړو ته یې امر کړی چې له دې سیمو سره هېڅ ډول معاملات او اړیکې و نه لري.

پوتین تازه له اوکراین دوې برخې بېلې کړې، هغه یې مستقل هېوادونه اعلان کړل، خپل ولسمشران یې ورته معرفي کړل، د همکارۍ سند یې لاسلیک کړ او د دوی د ساتنې لپاره یې خپل پوځیان دغه سیمو ته لېږلي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي