سیګار یو ځل بیا په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړي پلټونکې ادارې یا سیګار په تازه ټوېټ پيغامونو کې ویلي چې په افغانستان کې بېوزلي مخ په پراختیا ده او لا ډېر وګړي بیکاره شوي دي.
سرچینه وایي اټکل کېږي چې په ۲۰۲۲ کال کې د بېکارۍ کچه ۴۰ سلنه لوړه شي او د کورنیو د لګښتونو کچه هم تر ۴۴ سلنې راښکته شي.
د سیګار د راپور پر بنسټ د شتمنیو د کنګل کېدو او د نوي حکومت په راتګ سره په افغانستان کې د پانګونې پروسه کمه شوې ده او یو ځل بیا یې ویلي چې د افغانستان په ناخالصو داخلي تولیداتو کې هم د څلور میلیارده ډالرو کمښت اټکل شوی دی.
په ورته وخت کې په افغانستان کې داخلي بېځایه شوي له سختو ستونزو سره مخ دي.
د کډوالو د نړیوالې ادارې د راپور پر بنسټ افغانستان کې شاوخوا ۳،۵ میلیونه کسان په کور د ننه بېځایه شوي دي چې دمګړی له سختو ستونزو سره مخ دي.
سرچینه وایي ډېری دغه وګړي د جګړو له امله بېځایه شوي وو، چې اوس د جګړو له ختمېدو وروسته لا هم خپلو مېنو ته نه دي ستانه شوي.
راپورونه وايي چې یوازې د تېر کال جګړو له امله شاوخوا نیم میلیون کسان په افغانستان کې بېځایه شوي دي.
له دې سره جوخت ملګرو ملتونو په ځلونو په افغانستان کې له کورنیو بېځایه شوو سره د مرستو غوښتنه کړې او وايي چې دوی له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.