عربي هېوادونه: افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات غوښتونکي یو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د خلیج هېوادونو ټولنې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي د خلیج هېوادونو د ټولنې له استازو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي.

عربي هېوادونو ټینګار کړی چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي په دغه هېواد کې د ناورین د پراختیا مخه ونیسي.

دوی همدا راز ویلي، چې عربي هېوادونه په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي او د سولې پر یوه داسې پلان ټینګار کوي چې په پایله کې یې د ښځو په ګډون د افغانستان ټول قشرونه ځان په حکومت کې وویني.

دوی د ښځينه وو پر زده کړو او کار هم ټینګار کړی دی.

افغان حکومت بیا ویلي چې لیدنه ګټوره وه او افغانستان ته لاسته راوړنې لري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي