ټيمبا د ګلبدين نائب د برخليک سره مخ دی!

د سويلي افريقا کريکټ ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر ټيمبا باوما د لوبو پرميدان يوازې پاته دی.

د افغانستان د کريکټ بورډ په څېر د سويلي افريقا کريکټ بورډ ثبات هم له منځه تللی او په بد حالت کې قرار لري.

تېر کال فاف ډوپلسيس د لوبډلمشرۍ څخه استعفا وکره او پرځای يې کوينټن ډيکوک په ازمايښتي ډول لوبډلمشر وټاکل سو،د نوموړي په لوبډلمشرۍ کې سويلي افريقا د پاکستان په وړاندې د ټيسټ سېريز ۲—۰ بايلوی،سريلانکا څخه يې په ۲-۰ شل اووريز سېريز وګټی او د انګلستان په وړاندې شل اووريز سېريز کې وايټ واش سوه.

د سويلي افريقا کريکټ بورډ د تېرې مارچ مياشتې په څلورمه نېټه ډيکوک د لوبډلمشرۍ څخه لېري کړ،پرځای يې ايلګر د ټيسټ او ټيمبا باوما د يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو لوبډلمشران وټاکله.

د سويلي افريقا کريکټ بورډ هم هرکله د کريکټ نړيوالې شورا تر نيوکو لاندې وي،څو وخت مخکې يې حکومت پدې خاطر چاري په لاس کې واخيستلې چې له دننه يې خورا د اداري فساد مالوم ثبوتونه په ډاګه کېدله.

ځیني لوبغاړې چې له پخوا څخه پدې لوبډله کې شتون لري ريښې يې ځغلولي ، هرڅه د ځان په ګټه غواړي او نه پرېږدي چې د دوی له ډلې ماسيوا نور لوبغاړې د لوبډلې واک په لاس کې واخلي،نو ځکه نوی لوبډلمشر د خورا ننګوونو سره مخ دی.

تر تېر ۲۰۱۹ز نړيوال جام وړاندې چې کله ګلبدين نائب د کريکټ بورډ له لورې د افغان ملي لوبډلې د يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر وټاکل سو په همدې شکل ورسره د لوبډلې کليدي لوبغاړو مخالفت وښودی،نبي ،راشد، شهزاد او اصغر يې مثالونه دي.

تر نړيوال جام وړاندې افغانستان د پاکستان څخه د ګلبدين نائب په لوبډلمشرۍ کې تمريناتي لوبه وګټله نو همدا تاثر وو چې نړيوال جام ته د محمدشهزاد زنګون درد وکړ،د اصغر افغان عضلې شخي سوې،همدارنګه محمدنبي او راشدخان ناراضه وه،ګلبدين نائب يوازې پرميدان پاته وو،کله به يې اټېک توپ اچوونه کوله او کله به يې اوپنينګ کوی ،په پايله کې افغان لوبډلې د نړيوال جام ټولې ۹ لوبې بايلولې، نائب ناکامه ثابت سو او د لوبډلمشرۍ څخه يې د لېري کولو بهانه جوړه سوه.

د سويلي افريقا ځوان لوبډلمشر تيمبا باوما اوس له هماغه برخليک سره مخ دی، شايد لويه ګناه يې دا وي چې د سويلي افريقا د کريکټ په تاريخ کې لومړنی تور پوستی لوبډلمشر وي.

د پاکستان سره د يو ورځنيو لوبو د سيريز لومړنۍ لوبه پاکستان وګټله ،دويمه بيرته سويلي افريقا وګټله خو د دريمې لوبې لپاره ټولو مهمو او پياوړو لوبغاړو لاس ايله کړ او مخ پر هندوستان د ای پي ايل لپاره روان سوه.

کله چې يو لوبغاړی د کريکټ نړۍ ته راځي،بيا په نړيوال کريکټ کې مشهوره کېږي او بيا په تجارتي لېګونو کې په خورا ګرانه بيه اخيستل کېږي ددې ټولو سرچينه د خپل هيواد د کريکټ څخه اخيستل کېږي نو ځکه ټول کريکټران ملي دندې ته تر بل هرڅه اوليت ورکوي.

د سويلي افريقا او پاکستان دريمه يو ورځنۍ لوبه چې د سيريز د برخليک لوبه وه او د ټيمبا د لوبډلمشرۍ پيل وو خورا ورته مهمه وه ،خو ډيکوک ،ميلر،ربادا،نګيدي او نورټيا ددې لوبې پرځای هند ته سفر وکړ.

شايد تاسو همدا لوبه کتلې وي ځوان لوبډلمشر خور تر فشار لاندې وو،مايوسه وو او ډېر بېوسه ښکارېدی ، په څېره کې يې د پاکستان د پياوړي او باتجربه لوبډلې په وړاندې د خپلي ځوانې لوبډلې يوازيتوب له ورايه ښکارېدی او دا يې زړه ته تېره وه چې نسي کولای د خپلې لوبډلمشرۍ د لومړني سيريز بريا ترلاسه کړي.

ټيمبا د پاکستان په وړاندې شل اووريز سيريز لپاره هم د همدې ځوانې لوبډلې سره يوازې پاته دی ،لکه څنګه چې د نړيوال جام په لړ کې ګلبدين نائب له څو ځوانو لوبغاړو سره جنګېدی،خو دا لا مالومه نده چې دا حالت به تر کومه جريان ولري.