افغان حکومت د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو په تړاو امریکا ته خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان ا.ا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او امریکا پکې د تصرف او په خپل سر د وېشلو حق نه لري.
اعلامیه وايي د امریکا دغه کړنه د نړیوالو قوانینو خلاف او د دوحې هوکړې خلاف عمل دی چې افغان حکومت یې پر وړاندې خپل دریځ لري.
سرچینه وړاندې لیکي امریکا دې ژر تر ژره له خپلې پرېکړې په شا شي او که دا کار و نه کړي نو افغان حکومت هم اړ دی چې ددغه هېواد پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.
امریکا په وروستیو کې د نړیوالو قوانینو پرخلاف هڅه کوي د افغانانو شتمني چې په امریکايي بانکونو کې ده پر امریکايي وګړو او افغانانو په مساویانه توګه ووېشي.
خو دې پرېکړې له ځان سره توند غبرګونونه پارولي دي.
د یادونې ده، چې تېره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان وایي چې دوی د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو په اړه له نړیوالو سره خبرې پیل کړې دي.
د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دوی له نړیوالو سره د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادولو خبرې کړې دي.
دده په وینا دوی خپلو هڅو ته ادامه ورکوي چې په همدې لړ کې یې د اسلامي پراختیا بانک سره په ګډه له نړیوالو سره خبرې اترې کړې دي.
دغه سازمان وایي دوی په دې لټه کې دي چې وکړی شي په افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخنیوی وکړي او له دغه هېواد سره د بشردوستانه مرستو لپاره لارې چارې ولټوي.
د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې تازه امریکا د افغانانو پر ملي شتمنیو خېټه اچولې او هغه یې له امریکایي وګړو سره نیمایي کړې ده.