امریکا ته تللي زرګونه کسان د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي

رنګین تجريدي ډیزاین

امریکا ته زرګونه تللي افغان کډوال د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي.

امریکايي رسنیو هغه راپور ته لاسرسی موندلی چې د افغان کډوالو په اړه د امریکا کانګریس ته لېږل شوی دی.

ددې راپور پر بنسټ شاوخوا ۳۴ زره افغان کډوال داسې دي چې امریکا ته تللي خو د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي او نه هم د اوسېدو جواز اخیستو لپاره د قناعت وړ دلایل لري.

دا راپور د امریکا کانګریس ته لېږل شوی څو دوی په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.

بلخوا رسنۍ وایي چې په دې کې داسې کسان هم شته چې ښایي بېرته له امریکا و ایستل شي.

امریکا د تخلیې ماموریت پر مهال زرګونه کسان له افغانستان و ایستل، چې په دې کې ډېری یې عام وګړي و او له فرصت په استفادې یې ځانونه امریکا ته ورسول.

خو اوس راپورونه وایي چې ښایي دغه ډله کسان د اوږدې مودې لپاره بې برخلیکه پاتې شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي