د کورونا درېیمه څپه؛ د ملکي خدماتو لوړ عمره مامورین دوه اونۍ رخصت شول

افغان حکومت د کورونا ویروس د پراختیا له امله په کاري رژیم کې بدلون راوستی دی.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمیسیون له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د کرونا وبا د خطرونو د مخنیوي لپاره یې د عامې روغتیا وزارت په وړاندیز په کاري رژیم کې تغیر راوستی دی.

د نوي پلان له مخې د ملکي خدماتو هغه کارکوونکي چې عمرونه یې له ۵۵ کلونو لوړ وي او یا د سرطان، شکر او زړه په ناروغیو اخته وي، د دوو اونیو لپاره رخصت دي.

عامې روغتیا وزارت بیا ویلي چې دوی ددغه وبا د مخنیوي لپاره د لا ډېرو احتیاطي اقداماتو پلان لري او له ټولو هېوادوالو یې غوښتي چې ددوی سپارښتنې عملي کړي.

د یادونې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي ښايي افغانستان ته د کرونا ضد ځانګړي شوي واکسین په وخت و نه رسېږي.

ټاکل شوې وه چې تر مې میاشتې پورې د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته شاوخوا درې میلیونه ډوزه کرونا ضد واکسین ورکړي، خو اوس تازه دغه سازمان په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ښايي د واکسینو ورکړه ان تر اګسټ میاشتې پورې وځنډېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې دوی هڅه کوي ټولو هېوادونو ته په عادلانه توګه د واکسینو د وېش لړۍ ته ادامه ورکړي.

بلخوا افغان حکومت بیا له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې د کرونا وبا د نوې څپې په کنټرول کې ورسره مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې له دغه هېواد سره د کرونا وبا د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي او د مرستو لپاره خپلې پولې پرانیزي.

وروستي مطالب